د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۴

مسکو او تهران غواړي خپل پوځي او اقتصادي همکارۍ پراخې کړي


د ایران او غربي قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې پر اساس؛ پر ایران د نړېوالو د اقتصادي بندیزونو له لرې کېدو سره؛ مسکو او تهران د خپلو پوځي او اقتصادي همکاریو پراختیا غواړي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په مسکو کې سره وکتل.

سرګې لاوروف او محمد جواد ظریف هیله څرګنده کړه چې د اټمي موافقې د عملي کېدو بهیر به په نږدې اونیو کې پيل شي:

لاوروف په مسکو کې خبرې غونډې ته وویل:

((اوس د هغو موافقو پر بنا چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو لاسلیک کړي؛ د دې لپاره چې د ایران او روسیه خپل روابط نوې او پرمختللې مرحلې ته لوړ کړي؛ ټول امکانات برابر دي.))

د روسیې او ایران ولسمشرانو په جولای کې خبرې وکړې او پر ایران د وسلو او نورو موادو د بندیزونو لرې کېدو ته په اشاره یې د همکارۍ د پراختیا موافقه وکړه.

د روسي مطبوعاتو په حواله، لاوروف او ظریف پرون پرهغو شرایطو هم خبرې کړي چې پر اساس به یې روسیه د مزایلو ضد دفاعي سیسټم د [S-300] پر ایران وپلوري.

کریملن په اپریل کې وویل چې جمهور رییس پوټین یو فرمان لاسلیک کړی چې پر اساس یې د [S-300] سیسټم پر خرڅولو بندیز لرې کیږي.

امریکا او اسرائیل تر دې مخکې؛ له روسیې غوښتنه کړې وه چې ایران ته دي د مزائیلو ضد دفاعي سیسټم نه ورکوي؛ ځکه په دې ډول، ایران کولای شي چې په راتلونکې کې خپل اټمي تاسیسات له هوايي حملو څخه خوندي وساتي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون وویل؛ حکومت یې له روسیې سره خپلو اړیکو ته اهمیت ورکوي او اټمي موافقه د اړیکو د پراختیا زمینه ورته برابروي:

((موږ باور لرو چې د ویانا موافقه به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره پر هڅو ستر اغیز وکړي. زموږ روابط ښه وو او موافقه به په ټولو برخو کې د اړیکو له پراختیا سره مرسته وکړي چې دفاعي او اقتصادي چارې په کې شاملیږي.))

په همدې حال کې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ویلي؛ اټمي موافقه د ایران په چارو کې د امریکا او غربي هېوادونو د مداخلې لاره نه شي پرانیستلای:

((هغوي فکر کاوو چې دا اټمي موافقه به چې لا نه ده معلومه چې په ایران او امریکا کې به پاس شي، د ایران ور د دوي نفوذ ته لاره پرانیزي. خو موږ دا لار پخوا ورته تړلې او په راتلونکې کې به هم تړلې وي.))

خامنه یي تر اوسه په عام محضر کې د دې موافقې ملاتړ نه دی کړی؛ خو په اټمي مذاکرو کې یې د ایراني پلاوي هڅې ستایلي دي.

ایران د جولای په ۱۴مه د امریکا له متحدو ایالاتو، روسیې، فرانسې، چین، بریتانیې او جرمني سره چې [5+1] هم ورته ویل کیږي؛ موافقه وکړه.

د دې موافقې پر اساس به ایران د خپلو اټمي تاسیساتو د محدودولو په بدل کې؛ د نړېوالو له اقتصادي بندیزونو خلاص شي.

پر دې موافقه د سپټمبر په میاشت کې د امریکا کانګرس رایې ګیري کوي.

XS
SM
MD
LG