د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

عبیدي: د بهرنۍ میرمنې د تښتولو په اړه څیړنې حساس پړاو ته رسیدلي


د کابل امنیې قومندانۍ وایي چې د یوې بهرنۍ میرمنې د تښتولو په اړه یې څیړنې حساس پړاو ته رسیدلي او ډیر ژر به نتیجه ورکړي.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د کابل ښار په واټونو کې د امنیتي ځواکونو تلاشۍ زیاتې شوي او په یوه ډول سره د احضاراتو په حال کې دي؛ خو بیا هم د ښار په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې یوه بهرني میرمن وتښتول شوه.

تراوسه د کابل امنیتي مسوولینو د دې بهرني میرمنې هویت نه دی مشخص کړی؛ خو لویدیځو رسنیو ویلي چې دا مېرمن د جرمني تبعه ده.

د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي څیړنو مشر فریدون عبیدي وایي؛ دا مېرمن د دوشنبې په سهار وتښتول شوه او اوس یې په اړه پلټنې او څیړنې حساس پړاو ته رسیدلي دي.

ښاغلي عبیدي چې نه یې غوښتل غږ یې ثبت شي ازادي راډیو ته وویل چې د دوی د څېړنو نتیجه به ډیر ژر څرګنده شي.

بل لورته د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال ګل آغا روحاني اسوشیېټډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې دوو تنو وسله والو د دوشنبې په سهار د دې بهرني میرمنې موټر درولی او له ځان سره یې بولې ده.

دې آژانس ویلي، ګمان کیږي چې دغه میرمن به په کابل کې د جرمنې د GIZخیریه موسسې کارکوونکې وي.

د روان کال په لومړیو کې د جرمني یو بل تبعه چې د GIZ موسسې کارکوونکی و؛ په کندز ولایت کې وتښتول شو او له شپږو اونیو وروسته له تښتوونکو له منګولو وتښتېد.

په کابل کې د اختطاف او ترور دا پېښه نوې نه ده؛ بلکې له دې وړاندې هم ورته پیښې شوي چې پولیسو یې د څیړنو ژمنه کړې؛ خو تر ډېره یې عاملین نه دي موندل شوي.

یو کال وړاندې د اسد په نهه ویشتمه د حامد کرزي نړېوال هوایي ډګر ته په غځیدلي سړک وسله والو د یوه بهرني تبع سر غوڅ کړ چې عاملین یې په تېښته بریالي شول.

د قلعه فتح الله په سیمه کې چې ګڼې خیریه موسسې او میلمستونونه دي؛ یو کال مخکې د اسد په ۲۷مه وسله والو د یوه خصوصي شرکت مشر په خپل موټر کې په ډزو وواژه.

د قلعه فتح الله د سیمې اوسیدونکي چې د دې جرمنې میرمنې د تښتونې پېښه یې له نږدې لیدلې اندیښمن دي او له پولیسو غواړي چې د امنیت ټینګښت ته هڅې زیاتي کړي:

((۱- په دې کوڅه کې نن نهه بجې وې؛ یوه کرولا چې څلور پنځه کسان په کې وو؛ پر یوې بهرنۍ میرمنې چې له کوره راووته دې کسانو په ګاډي کې واچوله او وتښتېدل؛ غوښتنه مې دا ده چې حکومت یې باید مخنیوی وکړي.

۲ - سهار اته اته نیمې بجې وې چې ټول کسان دلته جمع شول؛ هلته یو ډاټسن هم ولاړ وو، خلکو یوه جرمني میرمن چې په ډاټسن کې وو اختطاف کړه.))

په کابل کې په دې وروستیو کلونو کې جنایي پیښې زیاتې شوي او مسوولین یې لامل د نفوس او بې کارۍ زیاتوالی بولي.

خو د قلعه فتح الله غوندې کلیدي سیمه کې د یوې بهرني میرمنې تښتول خلک د عادي کسانو کار نه بولي او وایي دا به هغه مافیايي کړۍ وي چې په یوه ډول سره د چارواکو ملاتړ ورسره دی.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG