په سوريه کې تېره مياشت د اسلامي دولت ډلې پر وسله والو د امريکا بمبارۍ په داسې حال کې زياتې شوې چې کرد جنګياليو له دې ډلې د ځينو سيمو د نيولو لپاره پرمختګونه کړي دي.
د امريکا پوځ د جولاى له ١٥مې د دې مياشتې تر پايه پورې پر بمباريو او نورو مهماتو د ورځې شا و خوا ٤ میليونه او ٦ لکه ډالره لګولي چې دا تر هغې د مخکنۍ مياشتې په نسبت دوه برابره زياتوالى ښيي.
حال دا چې د جون مياشتې له پنځلسمې تر وروستۍ پورې پر دغو پوځي تجهيزاتو د ورځې دوه میليونه او څه باندې ٣ لکه ډالره لګول شوي وو.
د امريکا د مرکزي قوماندې يوه وياند بريدمن کال رېنز وويل؛ په جولاى مياشت کې د جون په پرتله د کارول شويو بمونو او پوځي مهماتو اندازه ۶۷ فيصده زياته شوې ده.
د امريکا د دفاع وزارت يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي؛ رويټرز ته وويل، له کله چې تېر ميلادي کال په سوريه کې د امريکا په مشرۍ پوځي کمپاين پيل شو؛ د جولاى د دويمې نيمايي بمبارۍ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وې.
د ده په خبره په سپټمبر مياشت کې هم د دوو اوونيو لپاره د امريکا له خوا بمباري او د پوځي تجهيزاتو کارونه زياته شوې وه.
د رويټرز اژانس په حواله، په سوريه کې کردي ځواکونو د ترکيې پولې ته څېرمه پر پرتو سيمو ولکه ټينګه کړې او د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې سيمو ته نور هم داخل شوي دي.
په عين حال کې هلته په عراق کې عراقي ځواکونو د رمادي د مرکز انبار د نيولو لپاره تياريانې پيل کړې دي.
دفاعي چارواکي او تحليل کوونکي وايي؛ د امريکا له خوا د بمبارۍ زياتېدل؛ د جنګ په ساحه کې له محلي جنګياليو سره د امريکايي پوځيانو ښه همږغي څرګندوي؛ دغه جنګيالي د جنګ اهداف تثبيتوي او تاييدوي بيا د هوايي بمبارۍ غوښتنه کوي.
د امريکا د دفاع وزارت ارقام چې تېره اوونۍ خپاره شوي؛ څرګندوي چې د تېر ميلادي کال د اګست له اتمې د روان ميلادي کال د جولاى تر پايه پورې د اسلامي دولت ډلې (داعش) پر وړاندې پر جګړې نژدې درې نيم مليارده ډالره لګول شوي دي.
د اسلامي دولت ډلې جنګياليو د عراق او سوريې زياتې برخې نيولې وې.