د سوریي په مرکز دمشق کې پرون [چهار شنبه] د حکومتي ځواکونو په هوايي حملو او د وسله والو ملیشو په راکټي حملو کې ګڼ شمېرخلک ووژل شول.
د بشارالاسد د رژیم مخالفانو پرون د دمشق پرهغو مرکزي سیمو چې د حکومت په لاس کې دي، پرله پسې راکټي حملې وکړې او حکومتي الوتکو پرون د دمشق ختیځه سیمه [الغوطه] بمبارد کړه.
په دې حملو کې پرون سهار لږترلږه ۳۶ تنه ووژل او ګڼ شمېرنور زخمیان شوي دي.
تردې حملو څو ساعته وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیرمحمد جواد ظریف دمشق ته ورسید.
د ظریف د سوریې د بحران د پای ته رسولو لپاره خپل پلان هم ورسره وړی وو؛ له جمهور ریس بشارالاسد سره يې خبرې ورباندې کړې دي.
ایران غواړي چې د سوریې د بحران د حل لپاره خپل پلان چې ۴ مادې لري، له بشارالاسد سره ترمطرح کولو وروسته د ملګروملتونو سازمان ته وړاندې کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل، له ولسمشربشارالاسد سره یې ګټورې خبرې وکړې او د روان بحران د حل پر لارو یې بحث کړی دی.
ایران په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم ملاتړکوي او په دې هېواد کې د روان بحران د حل لپاره خپل رول مهم ګڼي.محمد جواد ظریف خبریالانو ته وویل:
((موږپه سیمه کې ټولو هېوادونو ته د همکارۍ لاس اوږد کړی دی. موږ دې همکارۍ ته تیار یو. موږ د تشدد او فرقه یې نښتو د پای ته رسولو لپاره، د سیمې له ټولو هېوادونو سره د نظر تبادلې او ګډ کار ته تیار یو.
د ایران اسلامي جمهوریت خپلو ټولو ګاونډیانو ته د همکارۍ لاس ورکوي او موږ هیله لرو چې دا به د سیمې ټولو خلکوته ګټه ورسوي.))
ایراني چارواکو له نړېوالو سره تر اټمي موافقې وروسته، په سوریه کې د روان بحران په اړه بحثونه او هڅې زیاتې کړې دی.
د ایران د بهرنیوچارو وزیر پرون وویل چې د دې سیمې ستونزې له همکارۍ پرته نه شي حل کیدلاي. محمد جواد ظریف وړاندې وویل:
((موږ باور لرو چې د اټمي ستونزې حل د سیمې او اسلامي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د زیاتولو موقع پيدا کړې ده.
کورني بحرانونه، فرقه یې تشدد او افراطیت د دې سیمې له سترو ستونزو ګڼل کیږي او موږ نه شو کولای چې دا د سیمې د هېوادونو ترمنځ له زیاتې همکارۍ پرته حل کړو.))
د جرمني خبري اژانس وايي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون ویلي د سیمې هېوادونه باید حقایقو ته وګوري، د سوریې د خلکو غوښتنو ته پام وکړي او د تروریزم پر ضد مبارزه وکړي.
د بشارالاسد رژیم په سیمه کې د ایران ستر متحد دی.
د جرمني خبري اژانس په حواله، تهران د بشارالاسد له رژیم سره مهمې مالي او پوځي مرستې کوي.