د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

په اتریش کې لسګونه افغان کډوال په ډیر خراب وضعیت کې موندل شوي


د اتریش پولیسو پرون ( یکشنبه ) وویل چې لسګونه افغان کډوال یې د دې هېواد په یوه لویه لاره په ډیر خراب وضیعت کې موندلي دي.

دا کډوال په یوې لارۍ پسې تړلي کانتینرکې بارشوي وو او چلوونکی یې د پولیسو له ور رسیدو مخکې لارې همداسې خوشې کړې او خپله تښتیدلی وو.

پولیس وايي، د موندل شویو کډوال ځیني روغتون انتقال شوي دي.

د یکشنبې په ورځپولیسو وویل، یووسلو څلوېښت غیرې قانوني کډوال یې چې دولس تنه یې ماشومان دي تیره ورځ د بریتانیا او اتریش لویو لارو کې موندلي دي.

له دې څخه پنځه اتیا تنه کډوال چې ماشومان هم په کې شامل وو د اتریش پر یوه لویه لاره د یوې لارۍ موټرپه سرپټي او تړلي کانتینرکې موندل شوي دي.

اتریشي پولیس وايي؛ د دې کډوالو ډیر یې افغانان دي او لږترلږه دولس ساعتونه یې په یو تړلي کانتینرکې چې د لارې په وسیله انتقالیده تیر کړي دي.

په دې ډله کې یوه حامله داره میرمن هم وه چې د بې هوښۍ په حالت کې روغتون ته رسول شوې ده.

یوې اتریشي رسنۍ راپور ورکړی چې دا کډوال اړ شوي ووچې د سا اخیستلو لپاره په لاسونو د کانتینر اوسپنیز دیوالونه سوري کړي او د کمې هوا له کبله یې څو تنه په ناوړه روغتیايي حالت کې وو چې دا مهال روغتون کې دي.

د دې لارۍ چلوونکی مخکې له دې چې پولیس ور ورسیږي خپل موټرخوشې کړی او تښتیدلی و. همدارنګه د شنبې په ورځاتریشي پولیسو څلوېښت تنه سوري کډوال هم د یوې لوې لارې پر سر موندلي دي.

اتریش یو له هغو هېوادونو څخه دی چې غیرې قانوني کډوال غواړي له دې لارې ځانونه جرمني او سکنډناوي هېوادونو ته ورسوي. دا کډوال عموماً له یونان او د سربیا او هنګري له پولو را اوړي.

په عین حال کې راپورونه وايي چې د یونان په کمپونو کې په زرګونو افغانان او د منځني خیتځ د یو شمېر هېوادونو کډوال په ډیر ناوړه وضیعت کې ژوند کوي. د دوی ډیر یې کافي خواړه نه لري. ماشومان یې په ډول ډول ناروغیو اخته دي او درملنې ته لاس رسۍ نه لري.

اخوا اتلس تنه نورکډوال چې په یوه لارۍ کې سر پر سر بار شوي وو د بریتانیا پر یوه لویه لاره موندل شوې دي.

برتانیوي پولیسو د خپل ټویټر اکاونټ له لارې ددې کډوالو یو عکس خپور کړی چې د هغه لارې تر څنګ په کې ښودل کېږي چې ظاهرا په کې مالونه بار شوې دي.

ویل کیږي دا کډوال د تونل له لارې له فرانسې بریتانیا ته تللي دي.

په دې وروستیو کې د هغو غیرې قانوني کډوالو شمیر زیات شوی دی چې هڅه کوي په غیرې قانوني توګه له فرانسې بریتانیا ته واوړي.

له بلې خوا ویل کیږي چې په افغانستان کې پر امنیت او د هیواد پر راتلونکې بې باوري، اروپا ته د رسیدلو یو شمېرافغانانو لافي شاپې او د انساني قاچاقچیانو هڅونې ددې سبب شوې چې تربل هر وخت ډیر افغانان په ځانګړې توګه ځوانان او وړې کورنۍ د ژوند او مرګ ترمنځ همدا خطرناکې لارې خپلې کړي او هره ورځ سلګونه کسان د یو ناڅرګند برخلیک په لور له خپل هیواد وځي.

XS
SM
MD
LG