د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۶

عرب جنګیالیو په یمن کې له حوثیانو یو بل مهم ښار ونیو


د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ځواکونو پرون د یمن په جنوب کې زنجبار ښار له حوثي شیعه یاغیانو څخه ونیو. د سیمې اوسیدونکي او عرب ځواکونه وایي؛ په دې سره یې حوثي شیعه یاغیانو ته سخته ضربه ورکړه.

زنجبار چې د ابین ایالت مرکز دی؛ د دغو ځواکونو یو مهم هدف و.

ترعدن ساحلي ښار وروسته چې تېره میاشت د حوثیانو له لاسه ووت؛ دا څلورم مهم ښار دی چې د سعودي عربستان په مشري ایتلاف لاسته ورځي.

د عربي متحده اماراتو رسمي خبري آژانس پرون وویل؛ د دوی درې سرتیري چې د ایتلاف غړي وو او په یمن کې جنګیدل؛ وژل شوي دي.

ویل کیږي، دغه سرتیري د هغو ماینونو د چاودېدو په نتیجه کې وژل شوي چې حوثي یاغیانو د زنجبار ښار ته د ورتګ په عمومي لاره کې ځای پر ځای کړي وه.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د مارچ میاشتې راهیسې په یمن کې د حوثي شیعه یاغیانو پر وړاندې جنګیږي تر څو د یمن پرځول شوی حکومت بېرته واک ته ورسوي.

حوثيانو د تېر سپټمبر په میاشت کې د یمن پلازمینه صنعا لاندې کړې وه.

د ایتلاف ځواکونه د هوایي قواوو پوځي روزنې؛ ټانکونو او درنو وسلو په لیږلو سره د حوثي یاغیانو پر وړاندې ځواکونو سره مرسته کوي.

هغه یمني ځواکونه چې د دغه هېواد په جنوب کې جنګیږي او د خلیج هېوادونو ملاتړ ورسره دی؛ د حوثیانو پر وړاندي پرونۍ جګړو کې په جنوبي ال دالیا ولایت کې هم پرمختګونه کړي دي.

دغه ځواکونه وروسته له هغه چې عدن ښار یې له حوثیانو څخه ونیو؛ هلته یې خپلې پوځي اډې جوړې کړې.

XS
SM
MD
LG