د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري وايي؛ واشنګټن د امریکا متحدان په خلیج کې د تخریبي فعالیتونو د مخنیوي لپاره تیاري نیسي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر پرون (دوشنبه) په قطر کې وو او د خلیج د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یې د ایران د اټمي موافقې په اړه خبرې وکړې.
جان کري وویل، د شورا غړو هېوادونو ورسره منلې چې په بشپړ ډول د ایران او نړېوالو قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې عملي کېدل؛ د سیمې امنیتي وضعیت ښه کولای شي.
تهران او د نړۍ ۶ قدرتونو چې [5+1] هم ورته ویل کیږي؛ تېره میاشت موافقه وکړه چې د ایران پر اټمي پروګرام د محدودیتونو په بدل کې؛ پر دې هېواد نړېوال اقتصادي بندیزونه لرې شي.
متحده عربي امارات، بحرین، سعودي عربستان، عمان، قطر او کویټ د خلیج د همکاریو د شورا غړي هېوادونه دي.
د دې شورا مشري عبدالطیف بن راشد الزیاني کوي.
د امریکا او د خلیج د عربي هیوادونو د بهرنیوچارو د وزیرانو په غونډه کې؛ د قطر د بهرنیوچارو وزیر خالد بن محمد العطیه وویل:
((موږ د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو پر دریځ؛ یو وار بیا ټینګار کوو. موږ غواړو چې دا سیمه له هر خطر او اټمي وسلو خوندي پاتې شي او په عین حال کې، باید د دې سیمې د هیوادونو دا حق په رسمیت وپيژندل شي چې د نړېوالو قوانینو پر اساس؛ له اټمي تکنالوژۍ د سوله ییزو اهدافو لپاره کار واخلي.))
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر چې د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو د بهرنیوچارو له وزیرانو سره په غونډه کې؛ پرون د مزاییلو د دفاعي سیسټم او د وسلو د لېږدولو پر شرایطو هم خبرې شوې دي.
کري څرګنده کړه چې د امریکا او د خلیج د عربي هیوادونو ترمنځ په همکاریو کې د استخباراتي معلوماتو تبادله او د ځانګړو ځواکونو لپاره د روزنیزو پروګرامونو جوړول هم شاملیږي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر په دې اړه چې د سیمې د بې ثباتۍ د څه ډول فعالیتونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې شوې؛ نور جزیات نه دي څرګند کړي.
خو د خلیج عربي هیوادونو، مخکې د ایران د اټمي موافقې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې تهران ښايي له دې موافقې په سیمه کې د وسله والو ډلو د ملاتړ او د بې ثباتۍ د پراختیا لپاره کار واخلي.
جان کري د یک شنبې په ورځ په مصر کې وو او د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یې موافقه وکړه چې په خپلو کې امنیتي همکارۍ پراخې کړې څو په سیمه کې د تروریزم د خطر مخنیوی وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مصر له حکومته مننه وکړه چې له تروریزم سره د مبارزې لپاره یې امریکا ته اجازه ورکړې چې د سویز له کاناله کار واخلي او د دې هېواد په هوايي حریم کې پروزانونه وکړي.