د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون پرون [چهارشنبه] په نیویارک کې د امنیت شورا ته وویل چې سوریې بحران د نړېوالو د اختلاف او ناکامۍ یو شرمناک سمبول دی.
بان کي مون پر دې مایوسي څرګنده کړه چې د سوریې د بحران حل لپاره د امنیت شورا پریکړه لیکونه نه دي عملي شوي. بان کي مون وویل، په سوریه کې روان حالت، د نړۍ تر ټولو ستر بشري بحران دی.
بان کي وویل، په سوریه کې وضعیت د زغم او منلو وړ نه دی . بان کي مون د امنیت شورا غونډې ته وویل، د سوریې د بحران د حل لپاره د هڅو ځنډول غیر اخلاقي او غیرمسئولانه کار دی. بان کي مون زیاته کړه:
((په سوریه کې د روان خونړي بحران حل، د دې هیواد د ټولو خواوو، په ځانګړي ډول د ولسمشر بشارالاسد اساسي مسئولیت دی.
نړېوال او د سیمې هیوادونه هم د اور د لمبو د سړولو لپاره ډير کار کولای شي.))
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډې میستورا پرون د امنیت شورا ته وویل چې ترټولو مهم کار د سوریې خلکو ته د امنیت ټینګول دی او تر هغه وروسته باید پر سیاسي او قانوني مسایلو کار وشي. سټیفن ډیمسیټورا وړاندې وویل:
((زه د سوریې خلک رابولم چې په یوه وخت، په اغېزمنو کاري ډلو وویشل شي او د جینوا کنوانسیون د عملي کولو لپاره چټکې هڅې وکړي.))
سټیفن ډیمیسټورا زیاته وویل چې په سوریه کې باید د تروریزم په وړاندې پر مبارزه غور وشي او اوربند اعلان شي. دیمیستورا په سوریه کې د قانوني او ټولنیزو ادارو د پیاوړي کولو لپاره پر کار ټینګار وکړ.
په ملکرو ملتونو کې د سوریې استازي بشار جعفري ویلي چې د بشارالاسد حکومت د سټیفن دیمیستورا پر وړاندیزونو غور کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې په سوریه کې په روان 4 بحران کې تر یوملیون زیات خلک وژل شوي دي.