د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۹

نړېوالو مشرانو د ایران او لویدیځ ترمنځ د اټمي هوکړې هرکلی کړی


د نړۍ یو شمېرهېوادونو د ایران او غربي قدرتونو ترمنځ د اتمي موافقې هرکلی کړی دی.

د امریکا ولسمشردا موافقه نوې لار بللې او د روسیې ولسمشر ویلي چې د موافقې تر اعلان وروسته، نړېوالو د کرارۍ ساه واخیسته.

ولسمشربارک اوباما وویل، دا موافقه به له ایران سره د پيچلو اړیکو په بیرته سمولو کې مرسته وکړي.بارک اوباما زیاته کړه:

((تاریخ څرګندوي چې امریکا باید رهبري وکړي خو رهبري باید یوازې د امریکا د ګټو په اساس نه بلکه د امریکا د اصولو پراساس هم وي.

موږ یو پیاوړی هېواد یو خو تاریخ څرګنده کړې چې زموږ لا پياوړتیا د نورو ولسونو په نږدې کولو کې هم ده.))

خو د امریکا د استازو جرګې مشرجان بوینر وویل چې د ایران او 6 قدرتونو ترمنځ اټمي موافقه به په نړۍ کې د اټمي وسلو سیالي پيل کړي.

بوینر ټينګار وکړچې اټمي موافقه ایران جسارت ته هڅوي او کانګرس به یې به ډیر دقت وڅيړي.بوینرپه واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:

((د بندیزونو د لرې کیدو له امله به میلیاردونه ډالر اټمي ایران ته ورشي.

دا د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو مساله نه ده بلکه د سم او غلط ترمنځ د فرق خبره ده او موږ به هره هڅه وکړو چې جزیات څرګند شي.

په حقیقت کې، زه فکر کوم چې ډيره خرابه موافقه ده او هره هڅه به وکړو چې د موافقې مخنیوی وشي.))

د اسرایئل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د ایران د اټمي پروګرام په اړه موافقه یوه تاریخي تیروتنه بللې ده.

نتانیاهو پرون له بیت المقدسه په ټلویزیوني وینا کې وویل: ((نړۍ نن ورځ تر پرون ډیره خطرناکه شوې ده. نړېوالو قدرتونو زموږ ټولو پر راتلونکې د داسې چاسره چې نړېوال تروریزم تمویلوي، شرط وهلی دی.

دوي داسې قمار وهلی چې په لسو کلونو کې به د ایران تروریست رژیم بدل شي خو په حقیقت کې دا موافقه ایران ته هغه ټول امتیازات ورکوي چې ځان بدل نه کړي.))

نتانیاهو وویل چې موافقې ته هیڅ ډول پابندي نه لري ځکه ایران به د اسرائیل د تخریب لپاره هڅې جاري وساتي او ټینګار یې وکړ چې اسرائیل به د ځان دفاع کوي.

خو د امریکا ولسمشراوباما وویل، دا موافقه ایران ته د اټمي وسلو جوړولو په لور ټولې لارې بندوي.

ولسمشراوباما ډاډ څرګند کړچې له ایران سره شوې موافقه به یې مخنیوی وکړي.بارک اوباما وړاندې وویل:

((د دې موافقې له امله به نړېواله ټولنه وتوانیږي چې دا ثابته او تائید کړي چې د ایران اسلامي دولت اټمي وسلې نه شي جوړولاي.))

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنتن پرون په واشنګټن کې خبري کنفرانس ته وویل چې د موافقې د عملي کیدو هڅې باید ژرتر ژره پيل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون پرون د ایران او [5+1] د اټمي موافقې هرکلی وکړ.بان کي مون زیاته کړه:

((زه هیله لرم چې دا موافقه به د دواړو خواوو باور او همکاري پر مهمو مسالو زیاته کړي لکه نړېوال امنیت او د منځني ختیځ حالات دا کولای شي چې په سیمه او نړۍ کې د امنیت و ثبات له ټینګیدو سره مهمه مرسته وکړي.

ملګري ملتونه تیار دي چې له ټولو خواوو سره د دې مهمې او تاریخي موافقې په عملي کولو کې بشپړه همکاري وکړي.))

د افغانستان او پاکستان حکومتونو هم د دې موافقې هرکلی کړی دي.

ولسمشرمحمد اشرف غني هیله څرګنده کړې چې دا موافقه به په سیمه کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي. پاکستان ویلي چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه د باور رامنځ ته کیدل په سیمه ثبات ټینګولای شي.

XS
SM
MD
LG