د نړۍ د شپږو قدرتونو ډيپلوماتانو تېره شپه په ويانا کې له ايراني مرکچيانو سره يوې نهايي موافقې ته د رسېدو لپاره اوږدې خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د ايران پر اټومي مسئله د خبرو لپاره ټاکل شوى څلورم مهلت سبا پايته رسېږي.
پنځه جمع يو هېوادونه لکه بريتانيا، چين، فرانسه، روسيه، امريکا او جرمني هڅه کوي د اټومي وسلو د جوړولو لپاره د تهران ظرفيت محدود کړي، په بدل کې بله له ايرانه لګېدلي بنديزونه ليرې شي.
ډيپلوماتان وايي پرون د ويانا په غونډه کې تر پرله پسې دوه اړخيزو او څو اړخيزو خبرو وروسته د نهايي موافقې متن ٩٨ فيصده بشپړ شو.
د مذاکرو د اوسني پړاو لپاره درې مهلتونه له لاسه وتلي او تمديد شوي دي. د جون دېرشمه، د جولاى اوومه او د جولاى نهمه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري پرون له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف او د اروپايي ټولنې د بهرني پاليسۍ له مشرې فيدريکا موګريني سره تر يونيم ساعته کتنې وروسته وويل ځينې سخت مسايل لا هم حل غواړي.
په همدې حال کې جان کري پرون د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره ټليفوني خبرې وکړې، خو څرګنده نه ده چې لاوروف به کله ويانا ته ورشي؟
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لاورنت فابيوس پرون وويل چې هر انتخاب زموږ په مخکې پروت دى او اوس د پرېکړې وخت رارسېدلى دى.
په اپرېل کې د سويس په لوزان ښار کې د شوې موافقې د موادو له مخې ايران اړ دى چې د خپلو سنټرفيوژونو شمېر له ١٩زرو څخه څه باندې ٦ زرو ته راکم کړي.
دغه راز ايران اړ دى چې د غني شويو يورانيمو زېرمې هم هغه حد ته راکمې کړي، چې د اټومي بم د جوړولو لپاره ورڅخه استفاده ونه شي.
د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي پرون په تهران کې يوشمېر محصلانو ته په وينا کې امريکا د کبر يو ښه مثال وبلله او زياته يې کړه چې دوى بايد د کبرجنو په وړاندې نورې مبارزې ته ځانونه چمتو کړي.
تهران تل دا خبره رد کړې چې اټومي پروګرام يې د اټومي وسلو د جوړولو لپاره دى او وايي، دغه پروګرام يې سوله ييز او د ملکي اهدافو لپاره دى.