د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

ولسمشر غني د شانګهاي په سرمشریزه کې ګډون کوي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړیو هېوادونو په د مشرانو په غونډه کې ګډون کوي.

د شانګهای د همکارۍ ټولنې د مشرانو غونډه د پنجشنبې او جمعې په ورځو د روسیې په اوفا ښار کې جوړېږي او د اروپا – اسیا پر امنیتي مسایلو خبرې په کې کېږي.

ولسمشر غني به د شانګهای د همکارۍ ټولنې له غړیو څخه وغواړي؛ افغانستان ته چې اوس د دې ټولنې څارونکی دی؛ بشپړغړیتوب ورکړي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني د دې غونډې ترڅنګ د روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو له مشرانو سره هم جلا جلا خبرې وکړي.

روسي خبري اژانسونه وايي چې د افغانستان ولسمشر به د جمعې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین سره د کاسا زر پروژې په اړه خبرې وکړي.

په دې پروژه کې چې له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته برښنا لېږدول کېږي؛ ممکن روسي کمپنۍ شریکې شي.

دا به د ۲۰۱۴ له سپټمبر څخه چې اشرف غني د افغانستان ولسمشر شوی دی؛ له پوټین سره د ده لومړنۍ کتنه وي.

د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ولسمشر پوټین سلاکار یوري اوشاکوف پرون وویل؛ د افغانستان او روسیې ولسمشران به د دوو هېوادونو ترمنځ پر سوداګري راکړو ورکړو هم وږغېږي.

اوشاکوف وویل چې روسیه د افغانستان ۱۱۰ میګاواټو ته د سروبي د دوهم برښنا بند د ظرفیت د لوړولو په اړه په خبرو بوخت دي او ممکن موافقې ته ورسېږي.

د شانګهای د مشرانو په غونډه کې به ډېر تمرکز د داعش یا اسلامي دولت پر تهدیدونو وشي.

د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر چینګ ګیوپینګ خبریالانو ته وویل:

((د اسلامي دولت د تروریستي ډلې د اغېزو د خپرېدو له کبله؛ اوس افغانستان له ناڅرګند امنیتي حالت سره مخامخ دی.

د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړیو هېوادونو مشران به یقیناً د افغانستان پر مسالې ژورې خبرې وکړي. دوی به په دې هم وږغېږي چې د افغانستان حالاتو ته په څه ډول ځواب ووايي.))

افغانستان د شانګهای د همکارۍ په ټولنه کې د هند، ایران، پاکستان او منګولیا په شان د څارونکي حیثیت لري.

دې ټولنې د بشپړو غړیو په توګه د هند او پاکستان پر منلو سلا کړې ده او دغو هېوادونو ته د غړیتوب ورکولو پروسه روانه ده.

XS
SM
MD
LG