د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرلوران فابیوس وایي دی به د دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیرمحمد جواد ظریف سره وګوري ترڅو دا معلومه کړي چې د دې هیواد د اټومي پروګرام په اړه د خبرو د وروستى دور له پیلېدو مخکې تهران څه دریځ غوره کړی دی.
په پام کې ده چې د ایران د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د خبرو وروستی دور د روانې اونۍ په پای کې ترسره شي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیربه له خپل ایراني سیال سره په لوکسامبورګ کې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې ترڅنګ وګوري اوله دغې دوه اړخیزې کتنې وروسته به ظریف له ټولو هغو اروپایي وزیرانو سره وګوري چې له ایران سره په روانو اټومي خبرو کې ښکیل دي.
د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې فابیوس چې د شنبې په ورځ یې په قاهره کې په دې اړه خبرې کولې، وویل، د رواتلونکې اونۍ په پای کې ټول وزیران خبرې پیلوي او دی غواړي چې له ایرانیانو واوري چې څه پریکړه یې کړې او هم ورسره په دې اړه خبرې اترې وکړي.
ایران په تیره اپریل میاشت کې د نړۍ له قدرتونو، د امریکا متحدو ایالتونو، روسیې، چین، فرانسې، بریتانیا او جرمني سره یوه ابتدایي موافقه ترلاسه کړې او د هر اړخیزې موافقې لپاره د جون دیرشمه وروستۍ نیټه ټاکل شوې ده.
د یوې احتمالي موافقې له مخې به ایران د یورانیمو حساس پروګرامونه بندوي او نړیواله ټولنه به هم پردې هیواد لګول شوي بندیزونه لیرې کوي.
د رویترز په وینا فرانسه یوله هغو هیوادونو دی چې د ایران په وړاندې یې چې دا هیواد اټومي وسله ترلاسه نشي کړی، سخت دریځ غوره کړی دی. تهران وایي د اټومي وسلو په هڅه کې ندی.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرزیاته کړه، اوس موږ داسې یوې مرحلې ته رسیدلي یو چې ایران باید راته ووایي چې څه آراده لري او زه هم غواړم ورته دا واضح کړم چې فرانسه یو محکم تړون غواړي، په دې مانا چې هغه باید تصدیق شي، ځکه که یوتړون تصدیق نشي هغه ندی عملي شوی.
د فرانسې یوه لوړپوړي ډیپلومات وویل، د نړۍ قدرتونه په دې فکرکې ندي چې خبرې د یوې اوږدې مودې لپاره وغزوي او ډیرتمرکز یې پریوې موافقې دي چې ترټاکلي د جون تردیرشمې نیټې ترلاسه شي.