د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۶

عراق: د داعش په وړاندې جګړه کې ماشومان استخدامېږي


داسي راپورونه خپاره شوي چې په عراق کې حکومت پلوه ملیشه ډلې د اسلامي دولت ډلې /داعش په وړاندې جګړو کې ماشومان استخداموي.

دآزادي راډیو د عراق څانګې په یو شمیر ښارونو کې له هغو ماشومانو سره خبرې کړي چې دغو دندو ته ګمارل شوي وو.

تر اوسه پر اسلامي دولت ډلې په پرله پسې ډول انتقادونه کیدل چې ماشومان جنګي ماموریتونو ته استوي.

حاتم وایې له یو نیم کال راهیسې د عراق په فلوجه ښار کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د جګړو په لومړیو کرښو کې ولاړ دی.

دی په عراق کې د ابوعیسی له قوم څخه دی. ددغه قوم ډیری کسانو د اسلامي دولت ډلي یا داعش په وړاندې جګړو کې برخه اخستې ده، نو دا حیرانوونکې نده چې ووایو حاتم له خپل پلار او کاکا سره یوځای جنګیږي، خو دردوونکې دا ده چې حاتم تر اوسه لس کلن دی.

دده ورور احمد آزادي راډیو ته ویلي چې حاتم خپل ملګري او د لوبو سامان پرې ایښې او د داعش په وړاندې جګړې ته تللی دی او د ښونځي او جګړې وخت یې سره ویشلی دی. احمد وایي:

« موږ او زما ترونه له حاتم سره مرسته کوو چې زده کړه وکړي. موږ سهار هغه ښونځي ته وړو او له ښوونځي وروسته حاتم بیرته د جګړې ډګر ته راځي

تر دې وړاندې په رسنیو کې ډیر داسې راپورونه خپاره شوي چې د اسلامي دولت ډله په عراق کې په سیستماتیک ډول ماشومان روزي او د سرتیرو په توګه یې کاروي، خو وروستيو راپورونو له یوه بل دردوونکې رازه پرده پورته کړې ده. هغه دا چې د حکومت پلوه ډلو لخوا ماشومان استخدامیږي چې له اسلامي دولت ډلي سره جنګیږي.

د عراق په اساسي قانون کې تر ۱۵ کاله کښته عمر لرونکو کسانو ته اجازه نشته چې په وسلوالو ځواکونو یا ډلو کې استخدام شي او یا هم په عملي ډول د جګړو په ډګر کې کار ترې واخستل شي، خو د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویل شوي چې داسي ښکاري د حاتم په څیر لس کلن ماشومان له جګړو څخه ندي منع شوي.

د داعش په وړاندې جګړه کې د عراقي ماشومانو د ګډون ډول تر اوسه معلوم ندی.

د ۲۰۱۴ کال په مې میاشت کې ملګرو ملتونو یو راپور خپور کړ چې وایې د دې کار د جزییاتو د موندلو لپاره یې هڅې کړې دي، خو چارواکو د معلوماتو ښودلو ته لیوالتیا نه درلوده، خو د ملګرو ملتونو په یوه بل راپور کې چې په جون کې د ماشومانو او وسلوالو شخړو په اړه خپور شو څرګندوي چې په عراق کې تر لس کلنو ماشومانو پوري د سني مذهبو قومي ځواکونو، شیعه ملیشو او کرد ځواکونو تر څنګ د داعش په وړاندې جنګیږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي لخوا راپورونه وایې د انجونو په ګډون ماشومان د یزید په دفاعي ډلو کې شته او د کردې پیشمرګه ځواکونو سره یو ځای په نینوا او کرکوک کې جنګیږي.

یو عراقی خبریال مشتاق محمد عباس په رمادي کې د سني مذهبي ابو فهد قبیلې له ماشومانو سره مرکې کړې دي. دغه ماشومان له خپلو قومي مشرانو څخه پوځي روزنه او وسلې اخلي.

عباس وایې دا ډول روزنه په هغو قومونو کې چې د داعش له ګواښ سره مخامخ دي، ډیره شوې ده او لا هم په پراخیدو ده.

دی ادعا کوي چې ددغو قبایلو ۸۰ تر ۹۰ فیصده ماشومان د جګړو لپاره روزل کیږي.

خبریال زیاتوي حتی تر پنځو کلونو پورې ماشومان د روزنې لپاره انتخاب شوي دي.

دغه خبریال په انبار ولایت کې له ماشومانو پوښتلي چې ولي دوی د داعش په وړاندې جګړو لپاره روزنه اخلي. هغوی په ځواب کې وایي:

« زه غواړم د خپلې مور او پلار دفاع وکړم. غواړم د خپلې خور دفاع وکړم. که زه دفاع نکړم، څوک به یې وکړي ؟ زه ترجیح ورکوم چې مړ شم نه دا چې زما کورنۍ وځورول شي، تیری پرې وشي او یا وتښتول شي.»

حشد الشعبي ډله چې په ۲۰۱۴ کال کې په عراق کې د واکمن شیعه مذهبي مشر آیات الله علي السیستانی تر فتوا وروسته جوړه شوه، ادعا کوي چې تر سل زره ډېر داوطلب کسان یې استخدام کړي دي.

دوی وایې ډیر استخدام شوي کسان زده کوونکي او کارکوونکي دي، خو ځینې عراقي څیړونکي وایې داسي ښکاري چې ډیری کسان له حشد الشعبی څخه لدې کبله بیرته وتلي دي چې دوی ته معاشونه نه ورکول کیږي.

دوی زیاتوي ښایې ماشومان تر لویانو ډیر لیواله وي چې له معاش پرته وجنګیږي.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي هم پدې وروستیو کې د بغداد په اړه یوه نړیوال کنفرانس کې د داعش لخوا په جګړو کې د ما شومانو پر کارولو انتقاد کړی وو، خو د حکومت پلوه ملیشو لخوا یې د ماشومانو د ګمارني په اړه څه ونه ویل.

XS
SM
MD
LG