د لیبیا حکومت منلې چې د شنبه په ورځ د امریکا په هوایي بمبارۍ کې د القاعده شبکې یو مشر مختار بلمختار وژل شوی دی.
په لیبیا کې د نړېوالو له خوا منل شوی حکومت دا تاییدوي چې د القاعده شبکې اړوند یو مشر مختار بلمختار له خپلو ملګرو سره د دغه هېواد په ختیځ کې د امریکا په هوایي حمله کې ووژل شو.
تر دې وړاندې امریکایي چارواکو ویلي وو چې په لیبیا کې یې هغه سخت دریځي په نښه کړي چې دوه کاله وړاندې یې په الجزایر کې مرګونی برید پلان کړی و.
د پنټاګون ویاند سټیف وارن ویلي چې په دې برید کې چې د شنبه په ورځ ناوخته وشو؛ مختار بلمختار په نښه شو. خو لا یې هم د هغه د وژل کېدو خبره نه ده تایید کړې.
د لیبیا حکومت وایي، دغه هوایي حمله له دوی سره تر بحث وروسته شوې وه.
سټیف وارن په یوه اعلامیه کې ویلي چې بلمختار له اوږدې مودې راهیسې په اسلامي مغرب کې د القاعده شبکې څانګې یا اقیم AQIM د یوه غړي په توګه د تروریستي فعالیتونو مشري کوله او په القاعده پورې اړوند سازمان المرابیطون عملیاتي مشر و چې په شمال لویدیځه افریقا کې یې فعالیت درلود.
امریکایي چارواکي دغه راز وایي؛ بلمختار په ۲۰۱۳ کال کې په الجزایر کې د ګازو پر یوې کارخانې برید طرح کړی و. په هغه برید کې ۳۸ تنه چې ډیری یې بهرنیان وو؛ ووژل شول او د درېیو امریکاییانو په ګډون شاوخوا ۸۰۰ کسان برمته نیول شوي وو.
پر امریکایي چارواکو د بریدونو په تړاو بلمختار د امریکا له خوا په ډېرو تروریستي فعالیتونو تورن دی.
امریکا د هغه د نیولو لپاره پر معلوماتو پنځه میلیونه ډالره انعام ایښی و.
اوس امریکایي چارواکي هڅه کوي چې د شنبه ورځې د عملیاتو پر نتایجو څېړنه وکړي؛ خو سټیف وارن وایي، باور لري چې دغه حمله یې بریالۍ وه او خپل هدف ته رسیدلي دي؛ خو د دې لپاره چې ثابته شي وژل شوی کس بلمختار دی که نه؛ باید د هغه د ډې ان اې آزموینه وشي او یا هم په خپله د بلمختار ډله د هغه وژنه تایید کړي.
یوه امریکایي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشیېټډ پرس خبري آژانس ته ویلي چې د دوی دوو جنګي جټ الوتکو څو بمونه چې هر یو یې ۵۰۰ پونډه وزن درلود په دې برید کې استعمال کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې امریکایي چارواکي د بلمختار د وژنې ادعا کوي.
۴۰ کلن بلمختار په اصل کې د الجزایر دی. ویل کیږي د نوموړي یوه سترګه په افغانستان کې د جګړې پر مهال ړنده شوې وه. دی د هغو تند لارو اسلامپالو څخه یو دی چې له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې د الجزایر د حکومت پر وړاندې جنګېده او وروسته له القاعده شبکې سره یو ځای شو.
پر بلمختار د نورو تورونو په لست کې د القاعده شبکې تر منځ د همکاریو انسجام؛ د ټولیزو وژنو وسلو کارول او هم برمته نیول شامل دي.
په ۲۰۱۱ کال کې د لیبیا د پخواني واکمن معمر القذافي تر لیرې کېدو او وژل کېدو وروسته لیبیا د نا کراریو شاهده ده.
له هغه وخته سیالي ډلې په دغه هېواد کې د واک د تشې ډکولو لپاره له یوبل سره جنګیږي.