ټاکل شوې ده چې د سویس جنیوا ښار به نن د یمن په کړکیچ د ښکیلو ډلو د خبرو کوربه وي.
د یمن د شیعه حوثي ډلې په ګډون د دې هېواد سیاسي ډلو د یکشنبې په ورځ په جنیوا کې د سولې په خبرو کې د ګډون په مقصد له صنعا حرکت وکړ.
د حوثي یاغیانو د سیاسي شورا غړي عبدالمالک اګره اسوشیېټډ پرس خبري اژانس ته وویل چې په دغو خبرو کې چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ د ملګروملتونو په مشرۍ په جنوا کې ترسره شي؛ د دې ډلې د پلاوي په ترکیب کې د دوی یو مشر مهدي مشاط؛ چارواکي علي حمزه الحوثي او درې تنه نورشامل دي. دغه راز د دوی د متحد د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د ګوند څو تنه هم له دوی سره ملګرتیا کوي.
د اسوشتیېټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې دوی وروسته له هغې په دې خبرو کې د ګډون پرېکړه وکړه چې ملګروملتونو موافقه وکړه چې د خبرو چوکاټ پراخ کړي او هغه یواځې په کړکېچ کې په دوو ښکیلولورو پورې محدود نه کړي؛ بلکه د سوسیالیست او حق ګوندونو غړیو ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شي.
تردې یوه ورځ مخکې هغه الوتکه چې په پام کې وه له صنعا څخه د حوثي او د هغې ملاتړې ډلې غړي جنوا ته ولیږدوي خالي لاړه او په دې اړه یې چې له پلان سره سم د سولې خبرې به ترسره شي؛ شکونه راپورته کړل.
ویل کیږي، دا به لومړی ځل وي چې د یمن په کړکېچ کې ښکیل ټول اړخونه په دغو خبرو کې چې مهمې بلل شوي؛ ګډون کوي.
د راپور له مخې د یمن د پرځول شوي ولسمشر عبدالربو منصورهادي د حکومت استازي وارله مخه د شنبې په ورځ جنوا ته رسېدلي دي.
په جنوا کې د سولې د خبرو لپاره په داسې حال کې تیاری نیول کیږي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثي ډلې پراهدافو بمباریو ته دوام ورکوي.
امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط دې اژانس ته ویلي چې دغه ایتلاف د عدن، تعض، سعده او حدیده په ګډون د یمن په یوشمېر ولایتونو بمباري ته دوام ورکړ.
په عین حال کې د یمن په پلازمینه صنعا کې د حوثي په زرګونو پلویانو په یوه لاریون کې د جګړې او هم د دوی په وینا د دې ښار د محاصرې په وړاندې اعتراض څرګند کړ.