د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۳

له ایران سره د اټمي خبرو وروستۍ مرحله به سخته وي


یو امریکایي چارواکی وايي، له ایران سره د اټمي خبرو وروستۍ مرحله به ډیره سخته وي.

هغه توافق چې د دغو خبرو په نتیجه کې به رامنځته شي تمه ده د ایران اټمي پروګرام محدود او په دغه هېواد باندې لګول شوي نړېوال بندیزونه لیرې کړي.

په لوزان کې د تیرې اپریل میاشتې په پیل کې د ایران او د نړۍ د شپږو لویو هېوادونو ترمنځ مقدماتي توافق ښايي دروانې میاشتې ترپایه نهایي شي.

په داسې حال کې چې د ایران او د نړۍ د شپږو لویو هېوادونو ترمنځ د نهايي اټمي توافق د ضرب الاجل یواځې څو اونۍ پاتې دي د امریکا یو چارواکي د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اټمي خبرو وروستی پړاو به ډیر سخت وي.

دغه توافق چې له کلونو راهیسې ورته زیارشوی او اسراییل یې سخت مخالفت کوي، تمه ده د ایران اټمي پروګرام محدود او په دغه هېواد لګول شوي نړېوال بندیزونه لیرې کړي.

اسراییل وايي، که هر ډول توافق وشي بیا هم شک لري چې د ایران اهداف محدود کړي.

دغه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی د فرانسې خبرې اژانس ته ویلي:

((لکه څنګه موچې د لوزان له توافق وروسته اټکل وکړ، د راتلونکې مرحلې خبرې به سختې ځکه وي چې د تفصیلاتوپه هکله به وي.))

ایران او د نړۍ شپږ لوی هېوادونه، امریکا، فرانسه، بریتانیه، روسیه، چین او جرمني د منل شوي ضرب الاجل سره سم باید د روانې میاشتې تر پایه یو هر اړخیز توافق اټمي ته سره ورسیږي.

تهران او واشنګټن په جینیوا کې خپلو وروستیو خبرو کې بریالي نه شول چې خپل اختلافات او په ځانګړي توګه د ایران د اټمي تاسیساتو د تفتیش په هکله حل کړي.

نور پیچلي مسایل لکه د ایران د اټمي پروګرام محتمل نظامي ابعاد او د ملګروملتونو له خوا د ایران د پوځي اډو تفتیش هم لاینحل پاته دي.

د اټمي انرژۍ د څارنې د نړېوالې ادارې عمومي مدیر، یوکیا امانو د تیرې دوشبنې په ورځ وویل، که چېرې تهران په لوزان کې د وروستۍ د موافقې ژمنې عملي کړي د ایران د اټمي پروګرام د محتملو نظامي ابعادو مسایل به حل شي:

((زه ډاډمن یم که چېرې ایران د لوزان د اعلامیې اقدامات پلي کوي نو د محتملو پوځي ابعادو مسایل به په مناسبه موده کې څرګند او مشخص کړای شي.))

ایران ټینګارکوي چې اټمي پروګرام يي سوله ییز اهداف تعقیبوي خو لویدیځ هېوادونه ویره لري چې امکان لري تهران د اټمي وسلې د جوړولو یا د جوړولو د امکاناتو د ترلاسه کولو هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG