د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیر ایران د تروریزم په ملاتړ تورن کړی.
د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیر عادال الجبیر پر ایران نه یوازې د تروریزم د ملاتړ تور ولګاوه” بلکې دا ټینګار یې هم وکړ چې تهران باید د نورو هېوادونو په چارو کې له لاسوهنې او هغو اقداماتو لاس واخلي چې د سیمې ګټو ته زیان اړوي.
ښاغلي الجبیر زیاته کړه ایران یوازینی هېواد دی چې د یمن، لبنان او سوریې په شان د سیمې د هېوادونو په چارو کې مداخله کوي. الجبیر دا څرګندونې له خپل مصري سیال سمیع شکري سره په کتنه کې وکړې او ویې ویل:
((موږ د ایران کړه وړه غندو. هغه پاروونکي اقدامات چې ایران یې کوي؛ منفي دي او د تروریزم ملاتړ ګڼل کېږي.))
ښاغلي جبیر زیاته کړه، سعودي عربستان به په سیمه کې د ایران د لاسوهنو پر وړاندې پټه خوله پاتې نه شي او مقابله به ورسره وکړي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې هېواد به یې یوه ورځ له ایران سره ښه اړیکي ولري:
((موږ هغې ورځې ته سترګې په لاره یو چې وکولای شو؛ له ایران سره ښه اړیکي ټینګ کړو. که څه هم دا هرڅه د ایران له اقداماتو سره تړلي دي.))
عادل الجبیر دا څرګندونې د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له ټاکل کېدو وروسته مصر ته د لومړي سفر په ترڅ کې وکړې. ده یادونه وکړه چې سعودي عربستان او مصر د یمن د جګړې په اړه ګډ دریځ لري.
په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي یاغیانو پرضد چې ایران یې په ملاتړ تورن دی؛ هوايي حملې روانې دي. مصر هم د دې ائتلاف غړیتوب لري.
دې ائتلاف له مارچ میاشتې راهیسې د حوثي یاغیانو او د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د پلوي وسله والو پر سنګرونو بمبارۍ پیل کړې دي.
ایران د حوثي شیعه یاغیانو او د هغو د متحدو ډلو د ملاتړ تورونه رد کړي دي. حوثي یاغیانو د روان کال په پیل کې د یمن پر زیاتو سیمو ولکه ټینګه کړه.
تهران په یمن کې د بمباریو د پای ته رسېدو او د سیاسي ډیالوګ د پیل غوښتنه کړې ده.