د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۳

د ايران او امريکا ترمنځ خبرې ګړندۍ شوي


په داسې حال کې چې د ایران د اټومي موافقې ضرب الاجل ته په ورنژدې کیدو سره د ایران او د امریکا ترمنځ خبرې ګړندۍ شوي، د نړۍ شپږقدرتونه سلا شوي چې له ایران سره د یوې نهایي موافقې د ترلاسه کیدو په صورت کې که دا هیواد د هغې له موادو سرغړونه کوي، پرتهران د ملګروملتونو له خوابندیزونه په چټکۍ سره بیرته احیا کړي.

امریکایي او ایراني لوړپوړو ډيپلوماتانو هڅه وکړه چې د ایران د اټومي موافقې په وړاندې موجود اختلافات پای ته ورسوي.

په دې اړه چې څومره ژر باید پر ایران لګول شوي بندیزونه لیرې شي او تهران باید تر څه حده د خپلو پوځي تاسیساتو ور د نړیوالو څارونکو پر مخ خلاص کړي، تر اوسه دواړه لوري اختلاف لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون په جینوا کې د موجودو اختلافاتو د هواري په مقصد شپږ ساعته خبرې وکړې.

امریکایي چارواکو د اپریل د میاشتې راهیسې چې ایران او د نړۍ قدرتونه یوې ابتدایي موافقې ته ورسیدل، د خبرو دا دور ډیر مهم او ګټور وباله.

له موقتې موافقې وروسته د اختلاف وړ مهمو مسایلو د هواري لپاره څو ځلې تخنیکي خبرې ترسره شوې چې د پام وړ پرمختګ په کې نه دی شوی.

د اسوشیتدپرس خبري اژانس د راپور له مخې جواد ظریف تهران ته له روانیدو مخکې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د جون تر دیرشمې به نهایي موافقه ترلاسه شي او کنه؟ وویل، موږ هڅه کوو.

د هغه مرستیال عباس عراقچي وویل چی په ټیټه کچه چارواکي به راتلونکې اونۍ بیا د اتریش په پلازمینه ویانا کې سره وګوري.

امریکایي چارواکو د خپل نوم نه ښودلو په شرط تر سره شوې خبرې سختې بللي خو د دې یادونه یې هم کړې چې په نهایت کې دا خبرې ګتورې وې.

د ایران د اټومي لانجې د پای ته رسیدو د هڅو په ترڅ کې دغه راز د نړۍ شپږ قدرتونه چې له ایران سره خبرې مخ ته وړي، سلا شوي چې له ایران سره د یوې نهایي موافقې د ترلاسه کیدو په صورت کې که دا هیواد د هغې له موادو سرغړونه کوي، پرتهران د ملګروملتونو له خوابندیزونه په چټکۍ سره بیرته احیا کړي.

چارواکو وویل چې د نړیوالې اټومي انرژۍ اداره به په منظم ډول د ایران د اټومي پروګرام په اړه شپږو قدرتونو او د ملګروملتونو امنیت شورا ته راپور ورکوي او دا به ارزوي چې ایا د تهران فعالیتونه د شوې موافقې سره سم دي.

که دا وموندل شي چې ایران د شوې موافقې پر موادو عمل نه دی کړی، پردې هیواد به د ملګرو ملتونو بندیزونه بیرته احیا کیږي.

د رویترز خبري اژانس په وینا یوه لویدیځ چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، وویل، د بندیزونو د چټکې احیا پر میکانیزم د چین او روسیې په ګډون شپږو قدرتونو موافقه وکړه او اوس په ایران پورې اړه لري چې هغه ومني.

یوه لوړرتبه ایراني ډیپلومات وویل، ایران پردې هیواد د ملګروملتونو د امنیت شورا له خوا د بندیزونو د احتمالي احیا لپاره پر مختلفو لارو چارو غورکوي.

دا نده روښانه چې دغه میکانیزم به چې پرایران د ملګروملتونو له خوا بندیزونه بیرته احیا کوي څه ډول کارکوي او ایا هغه به د ملګرملتونود امنیت شورا د غړیو پریکړه لیک ته اړتیا لري.

فرانسې وړاندیزکړی چې د ایران له خوا له موافقې څخه د سرغړونې په صورت کې دې بندیزونه په اتوماتیک ډول بیرته احیا شي ترڅو د امنیت شورا د غړیو له خوا د ویتو خطر رفع شي.

د امریکا ولسمشربارک اوباما پرایران په چټکۍ سره د ملګروملتونو د بندیزونود لګولو له میکانیزم څخه له تهران سره د یوې احتمالې موافقې د دفاع لپاره کاراخیستی دی. له ایران سره پر وړاندیزشوې اټومي موافقې کانګرس او د امریکا یوشمیرمتحدینو سخت اعتراض کړی دی.

XS
SM
MD
LG