اروپایي اتحادیي د چهارشنبې په ورځ له غړیو هېوادو څخه وغوښتل چې له سوریې او اریتیریا څخه ایټالیا او یونان ته رسیدلي شاوخوا ۴۰ زره مهاجردې ومني.
اروپایي اتحادیي په غړیو هېوادونو باندې د مهاجرو د ویش او د بارشریکولو یو سیستم جوړ کړی او غواړي چې د اسیا او افریقا څخه ایټالیا او یونان ته رسیدلي مهاجرد هېوادونو د ناخالص عاید، د نفوسو او اقتصادي توان پر اساس د سهمیي په ډول تقیسم کړي.
اروپایي اتحادیي د چهارشنبې په ورځ له خپلو غړیو هېوادو څخه وغوښتل، د سوریې او ایریتیریا څخه یونان او ایټالیا ته رسیدلي څلویښت زره مهاجردې ځای پرځای کړي.
د اروپایي اتحادیي د کورنیو چارو کمشنر دیمتریس اوراموپولس یوې خبري غونډې ته وویل، د څلویښت زرو مهاجرو د سمدستي ځای پرځای کولو لپاره مو د یوه میکانیزم وړاندیز کړی دی.
ده زیاته کړه، په یونان او ایټالیا کې دیره د سوریې او ایریتیرا مهاجر به د دوو کالو موده کې د اروپایي اتحادیي نورو هېوادونو ته تقسیم شي.
اروپایي اتحادیي د ملګروملتونو امنیت شورا څخه غوښتي چې د غیرقانوني مهاجرود مخنیوي په مقصد، د دوي سمندري عملیات دې تصویب کړي.
د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فیدریکا موګیرني د سې شنبې په ورځ ویلي و، غړیو هېوادو ته د مهاجرو تقسیمول یو بشپړ او عالي وړانديز نه دی، خو دا د پرمخ تګ لپاره یو ډیرمهم ګام دی او دا ځکه چې د پیوستون اصل په کې نغښتی دی.
موګیرني وویل، اروپایي اتحادیه به د مهاجرو د ځای پرځای کولو پرمسالې د یوه توافق رامنځ ته کولو لپاره کار وکړي ترڅو د غړیو هېوادونو د کورنیو چارو وزیران یي په لوګسمبورګ کې د جون د شپاړسمې نیټې غونډه کې تصویب کړي.
فرانسپرس اژانس لیکي:
توافق ممکن یوڅه ګران هم وي او دا ځکه چې بریتانیا، هنګري، د بالتیک حوزې هېوادونه، د چیک جمهوریت او پولنډ، د مهاجرو د ویش یا په نورو هېوادو کې د هغوي د ځای پرځای کولو له اصلي سیستم سره مخالت کوي.
د اروپایي اتحادیي د چهارشنبې د ورځې وړاندیز کې چې د دې اتحادیي د کورنیو چارو کمشنر د بحث لپاره وړاندې کړ، مهاجربه په غړیو هېوادو کې د څلورو کټګوریو پر اساس تقسیم شي.
د هرغړي هېواد د ناخالص کورنۍ عاید، نفوسو، بې روزګارۍ د اندازې او په مربوطو هېوادو کې د مهاجرو د شتون له مخې به دا کار ترسره کېږي.
د ملګروملتونو د مهاجرو نړېوال سازمان په اپریل میاشت کې خبرداری ورکړچې شاوخوا نیم میلون مهاجرممکن د مدیتراني له سمندره اروپا ته تیر شي.