ایران د هغې باروړونکې کښتۍ د بدرګې لپاره دوې جنګې بیړۍ استولې چې یمن ته بشري مرستې په کې بار دي.
د امریکا متحده ایالاتو هم د ایرانې کښتیو د څار په مقصد فارس خلیج ته جنګې بیړۍ استولې دي.
د سه شنبې په ورځ خبره هغه وخت جدي شوه چې ایراني کښتۍ د یمن حدیده بندر ته نږدې شوې او ټیګار یې وکړ چې دوى به خپل بار په همدې بندر کې کښته کوي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند ډګرمن سټیف وارین وایي، د امریکا متحده ایالات او د سعودي عربستان په ګډون، متحدان یې چې د یمن د حوثي شیعه ځواکونو پر هدفونو هوایي بمبارۍ کوي، د ایران د دې عمل په اړه اندیښمن دي او ایراني کښتۍ قدم په قدم څاري.
وارین زیاته کړه: دی بیره لري چې ایران د یوبل ډول کار پلان لري، خو دا مهال مونږ په دې اړه زیات اندیښمن نه یو.
د امریکا NBC تلویزیون د دفاع وزارت د چارواکو په حواله وویل چې متحده ایالاتو فارس خلیج ته د Iwo Jima آیو جیما په نامه د عصري هلیکوپترو وړونکې بیړۍ استولې چې ایرانې بیړۍ وڅاري.
د عدن په لویدیځ خلیج کې څلور نورې امریکایي جنګې بیړۍ هم ځاى پرځاى شوې ترڅو د اړتیا په وخت کې ځواب ووایي.
د امریکا متحده ایالاتو ایران ته ویلې چې د شهید په نامه باروړوکې بیړۍ دې خپل بار جیبوتي ته نږدي د ملګرو ملتونو له خوا یمن ته د مرستو ټولولو جوړ شوي مرکز کې ښکته کړې، خو ایران دا غوښتنه رد کړې ده.
سعودي عربستان او د خلیج متحدان یې هره هغه بیړۍ چې یمن ته داخلیږي، لټوي تر څو حوثي یاغیانو ته د وسلو د قاچاق مخه ونیسي. حوثي شیعه ځواکونه د حديده بندر په ګډون د یمن پر زیاتو برخو واکمن دي.
ایراني چارواکو یاغیانو ته د وسلو استول رد کړي او ټنیګار کوي چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف ته به اجازه ورنکړي چې د دوي باروړونکې بیړۍ ولټوي.
د امریکا متحده ایالات هم نه غواړي چې ایراني بیړۍ دې له لټون پرته په خلاص لاس یمن ته مواد انتقال کړي.
په عین حال کې ایران نړیوالو څارونکو ته اجازه ورکړې چې د دوى باروړونکې کښتۍ وګوري، خو امریکایي چارواکو د تهران دا عمل یو پروپاګنډ بللى او وایي، دوى په دې توګه خلکو ته ښیي چې په کښتۍ کې وسلې نه شته.
د نړیوالو څارونکو په ډله کې جرمن سیاسي فعال کریستوفر هورستیل چې مخکې یې د جرمني د ARD تلویزیون ته د خبریال په توګه کارکاوه، رویترز آژانس ته ویلي، د ایران ماموریت په قطعي ډول بشري دی. هیڅ بیړۍ زموږ د کښتیو څار نه کوي، ایراني بیړۍ هم باید آزادي بریښودلې شي.