د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۲

شیعه وسله وال د عراق په رمادي کې یوې پوځي اډې ته ورنږدې شوي


له عراق څخه راپورونه وايي چې په زرګونو شیعه وسله وال د رمادي ښار ته څېرمه یوې پوځي اډې ته رسیدلي دي.

رمادي د یکشنبې په ورځ د اسلامي دولت د وسله والې ډلې له خوا ونیول شو. د دوشنبې په ورځ راپورونو وویل چې د داعش وسله وال له رمادي ور اخوا په ځینو شا او خوا کلیو کې مخکې تللي دي.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي تر دې مخکې نه غوښتل رمادي ته چې اکثریت وکړي یې سنیان دي شیعه ملیشې واستول شي.

خو اوس د انبار د ایالتي شورا رییس صباح کارخوت (Sabah Karhout) ویلي؛ ګڼ شمېر شیعه ملیشې دا مهال د حبانیه په نوم پوځي اډې کې دي چې له رمادي شل کیلومتره لرې پرته ده.

نوموړي ویلي، درې زره ملیشه سرتیري به له داعش څخه د رمادي په ازادولو کې برخه واخلي.

بل خوا د داعش اعلامیه او عیني شاهدان وايي چې د اسلامي دولت د ډلې وسله والو؛ بیا له رمادي څخه د الخالدیه په نوم ښارګوټي تر څنډو پرمختګ کړی دی. دا سیمه د حبانیه په پوځي اډې ته چېرې چې شیعه ملیشې د رمادي د نیولو لپاره چمتوالی نیسي؛ نژدې پرته ده.

د رمادي په جګړو کې په وروستیو ورځو کې د پنځو سوو په شا او خوا کې کسان وژل شوي او په زرګونو نور د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې په رمادي کې ماته؛ یو شاتګ دی، خو امریکا او متحدین به یې له عراقي ځواکونو سره مرسته وکړي چې بېرته دا ښار ونیسي.

د سپینې ماڼۍ ویاند ایریک شولټز چې ولسمشر اوباما سره یې سفر کاوه خبریالانو ته وویل:
”دا نه شي ردیدلی چې دا یو شا تګ دی؛ خو دا هم نه شي ردېدلی چې موږ به له عراقي ځواکونو سره مرسته وکړو چې بېرته رمادي ونیسي.“

په ورته توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري هم د دوشنبې په ورځ په سیول کې خبریالانو ته وویل:

”د اسلامي دولت د وسله والو ارتباطات کم شوي دي. د دوی د تمویل او مالي سیسټم کمزوری شوی دی. د دوی لوی خوځښتونه او نورې وړتیاوې تر ډېره په هغو ځایونو کې چې هوايي ګزمې دي؛ راکمې شوې دي، خو دا هر چېرې نه دي.

دا ممکنه ده چې د رمادي د بریدونو په څیر بریدونه وکړي. خو زه باور لرم چې په راتلونکو ورځو کې به دوی په شا وتنبول شي.“

له بلې خوا په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د دوشنبې په ورځ د اسلامي دولت وسله والو د رمادي د شا او خوا کلیو نیولو ته دوام ورکاوه. خو په ورته وخت کې زموږ خبریال وايي چې په همدې ورځ پوځي کاروانونه او تجهیزات له بغداد څخه لویدیځ خواته روان وو؛ څو د رمادي په بېرته نیولو کې برخه واخلي.

په بغداد کې بیا د دوشنبې په ورځ د ایران د دفاع وزیر حسین دهقان د صدراعظم حیدر العبادي او ولسمشر فواد معصوم سره او همدارنګه د عراق د دفاع؛ کورنیو چارو او بهرنیو چارو له وزیرانو سره کتنې لرلې.

د ایران دولتي خبري اژانس وايي؛ د دفاع وزیر یې په بغداد کې د عراقي چارواکو سره د داسې لارو چارو د موندلو په هڅو بوخت دی چې خپلو کې دفاعي او پوځي همکارۍ پراخې کړي او د یوې باثباتې سیمې د رامنځ ته کولو لپاره د ټروریزم ضد هڅې زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG