د اسلامي دولت په نامه ډلې د عراق په رمادي ښارکې لږتر لږه پینځه سوه کسان چې سرتیري او ملکیان دي، وژلي دي.
داعش د انبار ولایت مرکز رمادي تیره ورځ ونیو.
د عراق له رمادي ښاره سیمه ییز خبریالان وايي، د اسلامي دولت په نامه ډلې د دې ښارله نیولو وروسته لسګونه کسان چې سرتیري او ملکیان په کې شامل دي وژلي دي.
راپورونه وايي، د رمادي په لارو او سرکونو کې د وژل شوو کسانو مړي په بدحالت کې پراته دي او شاوخوا اته زره کسان له دې ښار وتلي دي.
د اسلامي دولت په نامه ډلې تیره ورځ ناوخته د انبار ولایت مرکز رمادي ونیو.
داعش له څومیاشتو راپدیخوا پر رمادي له څو اړخونو بریدونه کولو او تیره ورځ عراقي ځواکونه چې د امریکا هوايي ملاتړ ورسره و، له دې ښاره پر شاه لاړل.
په همدې حال د عراق صدراعظم حیدر العبادي پرامنیتي ځواکونو غږ کړی چې د انبار ولایت په نورو سیمو کې خپل سنګرونه ټینګ وساتي.
عبادي له شیعه ملیشه ځواک غوښتي چې انبار ولایت ته لاړ شي او دغلته له عراقي ځواکونو سره د رمادي د بیرته نیولو په عملیاتو کې برخه واخلي.
د اسوشیټېډ پریس په خبره د عراق صدراعظم د امریکايي چارواکو دا غوښتنه چې د فرقه يي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره باید شیعه ملیشه انبارته چې اکثره اوسیدونکي يې سنیان دي ونه لیږي، له پامه غورځولې ده.
د تازه راپورونو له مخې یو شمېرشیعه وسله وال انبار ولایت ته رسیدلي او تمه ده چې د رمادي د بیرته نیولو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل شي.
د اسلامي دولت په نامه ډلې پرخپله ویب پاڼه ادعا کړې چې په رمادي ښارکې يې ټانکونه، زغروال موټر، درنې او سپکې وسلې او نورو مهمات چې له عراقي ځواکونو پاتې، نیولي دي.
له بل لوري د امریکا د بهرنیوچارو وزیر یوځل بیا ویلي چې د اسلامي دولت په نامه ډلې پرضد جګړه به سخته او زیات وخت ونیسي. جان کري وویل:
((د اسلامي دولت په نامه ډلې ترمنځ تماسونه کم شوي، د هغوي مالي تمویل کم شوی، په هغو سیمو کې چې هوايي ګزمې کیږي د هغوي نقل او حرکت هم کم شوی خو وضیعت په ټولو سیمو کې داسې نه دی، نو دا امکان لري چې دوي د رمادي په شان حملې وکړي.خو زه په بشپړه توګه باوري یم چې په راتلونکو ورځو کې به دا هرڅه بیرته لاسته راشي.))
د انبار ولایت مرکز رمادي او فلوجه ښارونه د عراق په جګړه کې د سني وسله والو او امریکايي ځواکونو ترمنځ هم د خونړیو جګړو ډګرونه وو.