د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۲

اوباما خلیج ته ډاډ ورکړ چې امریکا به يې امن ته ژمن وي


ولسمشربارک اوباما د خلیج هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې امریکا د دوی امنیت ته ژمن پاتې شي.

ښاغلي اوباما پرون د خلیج د شپږو هېوادونوله مشرانو سره په کمپ ډیویډکې چې د ولسمشراستراحت ځای دی وکتل.

د خلیج عربي هېوادونه له ایران سره د امریکا او د نړۍ د سترو قدرتونو د موافقې له کبله اندېښمن دي.

د امریکا ولسمشر خلیجي مشرانو ته ډاډ ورکړچې له ایران سره د دې هېواد د اټمي پروګرام پرسرموافقه به د خلیج هېوادونه له خطر سره مخامخ نه کړي.

د ولسمشراوباما د ملي امنیت مرستیال سلاکار بن روډیس پرون وویل، چې په دې سرمشریزه کې د خلیج د همکارۍ د شورا له غړو هېوادونو سره د مرستو د چټکولو او د ظرفیتونو د رامنځته کولو پرلارو چارو خبرې وشوې.

سره له دې چې امریکا له اوږدې مودې راهیسې په خلیج کې خپلو متحدانوته پوځي مرستې برابروي خو د سایبر، سمندري سوداګرۍ او سرحدي امنیت په برخو کې نوې ژمنې به یې دا مرستې نورې هم پراخې کړي.

د تهران د اټمي پروګرام په اړه له ایران سره خبرو په سیمه کې د امریکا او پخوانیو متحدانو اړیکې ترینګلي کړي.

د خلیج هېوادونه وېرېږي چې د ایران پرضد د بندیزونو له لغوکېدو سره به خورا زیاتې پیسې چې مخکې کنګل شوې وې د اسلامي جمهوریت لاس ته ورشي او ایران کولای شي په دې پیسو خپل تعرضي فعالیتونه په سیمه کې پراخ کړي.

پرون په داسې حال کې چې په کمپ ډیویډ کې خبرې روانې وې، د ایران د سمندري ځواکونو د ګزمې کشتۍ په خلیج کې د سنګاپور پر یوې تجارتۍ کشتۍ ډزې وکړې.

یوه امریکايي مقام چې نه غواړي نوم یې افشا شي ویلي دي چې دا ډزې د ابوموسی ټاپوپه جنوب کې وشوې. سپینې ماڼۍ وویل چې په دې پېښه کې امریکایان دخیل نه و.

د ولسمشراوباما د ملي امنیت مرستیال سلاکار وویل، که څه هم په پرونۍ سرمشریزه کې دا مسئله یاده نه شوه خو دا پېښه د هغو ستونزو څرګندویه ده چې د خلیج هېوادونه ورسره لاس- ګرېوان دي.

ولسمشراوباما په کمپ ډیویډ کې اکثرا رسمي کتنې نه کوي خو د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي، د غونډې لپاره د دې ځای په ټاکلوسره دوی تمه درلوده چې له عربي متحدانو سره به خاص بحثونه وشي.

د کمپ ډیویډ په سرمشریزه کې د دوو هېوادونو- قطر او کوېټ د دولت رییسانو ګډون کړی و، خو د خلیج نورو هېوادونو- سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، عُمان او بحرین خپل دوهمه درجه خو با نفوذه چارواکي دې غونډې ته استولي وو.

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان دوه ورځې وروسته له دې چې سپینې ماڼۍ د ده د ګډون خبر ورکړ وویل، په غونډه کې به برخه وانخلي او پرځای یې ولیعهد او مرستیال ولیعهد واشنګټن ته ولاړل.

XS
SM
MD
LG