د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

سلمان خان په ٥ کاله بند محکوم شو


په هندي فلمونو کې زیات لیدل کیږي چې د فلم هلک ډیر زړه ور او زورور وي.

د فلم هلک حتی قانون ماتوي او خپل واک چلوي. خو بالاخره فلمي او حقیقي نړۍ توپير لري.

د هند د ممبي ښار یوې محکمې نن [چهارشنبه] د هندي سینما [بالیووډ] پيژندل شوی فلمي ستوری، سلمان خان د یوه بې کوره سړي د وژلو په جرم، په 5 کاله بند محکوم کړ .

محکمې حکم وکړ چې سلمان خان په 2002 [میلادي] کال کې خپل تیوټا لنډ کروزر موټر پر یوه بې کوره سړي چې د سړک پر غاړې ویده و، ورچلولی او هغه یې وژلی دی.

پر سلمان خان دا تور هم لګیدلی چې د سړي تر وژلو وروسته، د پيښې له ځايه تښتیدلی وو.

خو سلمان خان په تیرو لږترلږه 13 کلونو کې د دې خبرې له منلو انکار کړی او ادعا یې کړې چې د پيښې پر وخت موټر بل چا، چلاوه .

سلمان خان د نړۍ په لسو ډېرو ښکلو نارینه وو کې ګڼل کیږي .

دی په ټوله نړۍ کې ملیونونه مینه وال لري او د هندي سینما له هغو معتبرو ستورو دی چې ټولنیز شهرت، اقتصادي واکمني او سیاسي نفوذ لري.

پر خان د بند حکم د هندي سینما / بالیووډ فلم جوړوونکي اندیښمن کړي دي.

رپوټونه وايي چې سلمان خان له ډېرو فلم جوړوونکو سره قراردادونه کړي او که چیرې بندي شي نو بالیووډ ته ښايي لږترلږه د 31 ملیونو ډالرو په ارزښت مالي تاوان ورسیږي.

سلمان خان لږترلږه په تیرو نهو کلونو کې په پرله پسې توګه، بالیووډ ته د تر ټولو زیات مصرف او ګټې فلمونه ورکړي دي.

د سلمان خان وروستی فلم چې ډیرې پيسې یې وګټلې دبنګ [نه ویریدونکی/زړور] وو چې په 2013 [میلادي] کال کې بازار ته راووت.

دی څو کال مخکې هم په موقت ډول زنداني شوى و .

دغه راپور اورېدلاى شئ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG