د یمن د حکومت مخالفو ملېشو او دولتي ځواکونو ویلي چې جنوبي ښار عدن ته لسګونه سرتېري ننوتي دي.
فرانسپرس د ځینو سرچینو له قوله ویلي دي چې دا سرتېري د عدن د نړیوال هوايي ډګر د بېرته نیولو په مقصد جګړه کې د ګډون لپاره دې ښار ته استول شوي دي.
فرانسپرس وايي، خبریال یې هوايي ډګر ته نژدې یوشمېر کسان چې پوځي جامې او زغره والې خولۍ یې اغوستې وې او عصري وسلې ورسره وې؛ لیدلي دي.
د یمن د حکومت یو مقام چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي؛ آژانس ته ویلي چې د ایتلاف محدود ځواک عدن ته ننوتی او نور سرتېري یې پرلاره دي.
له بلې خوا د عوامو د کمیټو په نوم د مخالفو ملېشو یوه مشر ویلي دي چې یمن ته استول شوي؛ پوځیان به د حوثي یاغیانو او د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د وسله والو پرضد جګړه کې له دوی سره مرسته ورکړي.
دې مشر چې فرانسپرس یې نوم نه دی یاد کړی همداراز ویلي چې نوي استول شوي سرتېري به د عدن نړیوال هوايي ډګر ته په نژدې سیمه کې چې د یاغیانو په ولکه کې ده؛ ولسمشر عبدالربه منصور هادي ته د وفادارو ځواکونو ملاتړ وکړي.
د دې ډلې نورو قوماندانانو هم په عدن کې د شاوخوا درې سوه پوځیانو حضور تایید کړی او ویلي یې دي چې سرتېري د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو دي.
په همدې حال کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف یوه ویاند هغه راپورونه رد کړي دي چې ګنې یمن ته یو لوی ځمکنی ځواک استول شوی دی.
احمد عسیري د سعودي عربستان الاخباریه خبري شبکې ته وویل؛ دی ډاډ ورکوي چې د یکشنبې په ورځ هېڅ سرتېری عدن ته نه دی استول شوی؛ خو نوموړي الجزیرې ټلویزیونې شبکې ته وویل چې له هر امکان څخه د کار اخیستو احتمال شته.
ویاند زیاته کړه چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف به د یاغیانو پرضد د مقاومت د ملاتړ لپاره هېڅ راز هڅې ونه سپموي.
د سعودي په مشرۍ ائتلاف په مارچ میاشت کې په یمن کې د حوثي یاغي وسله والو او د هغو د نورو متحدو ډلو پرضد چې ایران یې ملاتړ کوي، هوايي حملې پیل کړې.
دا حملې وروسته له هغه پیل شوې چې حوثي یاغیانو د یمن د قلمرو پراخې سیمې لاندې کړې او د عدن خوا ته یې چې ولسمشر هادي پناه پکې اخیستې وه، پرمختګ وکړ.