د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۲

سعودي عربستان ته نوى وليعهد معرفي شو


د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په خپله کورنۍ کې د بدلونو په تازه لړ ۍ کې، خلکو ته نوي ولیعهد ور معرفي کړ.

د پاچا نوی ولیعهد ، د هغه وراره شهزاده محمد بن نایف دی.

شهزاده محمد بن نایف به د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزیرپه توګه د سعودي پولیسو او سرحدي ځواکو مشر وي او د صدراعظم د مرستیال په توګه به کار کوي.

د سعودي عربستان پاچا خپل ناسکه ورور د ناڅرګندو دلایلو پر اساس د ولیعهد له ځايه لرې کړی او دا مسولیت یې خپل وراره ته ورکړی دی .

د سعودي د شاهۍ کورنۍ په مسولیتونو کې د بدلونو په دې تازه لرۍ کې د دې هیواد د بهرنیوچارو زویر سعود الفیصل له دندې لرې شوی او په امریکا کې د دې هیواد سفیر عادل الجبیر یې پر ځاي ټاکل شوی دی.

دا د پخواني پاچا عبدالله بن عبدالعزیز تر مرګ وروسته، د دې هیواد په سیاسي چوکیو کې تر ټولو مهم بدلونونه ګڼل کیږي.

په سعودي عربستان کې اول وار د ولیعهد او د ولیعهد د مرستیال ځاى د ملک عبدالعزیز لمسیانو ته ورکول کیږي. تر اوسه د سعودي پاچا او د هغه ولعیهد د دې هیواد د حاکم شاهي نظام د بنسټ ایښوودنکي، ملک عبدالعزیز زامن و.

د سعودي عربستان د پاچا زوي به د نوي ولیعهد مرستیال وي. شهزاده محمد بن سلمان د دې سعودي عربستان د دفاع وزیر هم دی.

دی به په یمن کې د خپل هیواد په مشرۍ د عربي ، ائتلافي ځواکونو د هوايي عملیاتو څارنه هم کوي.

په سعودي عربستان کې دا مهم سیاسي بدلونونه په داسې وخت کې راغلي چې د تیلو نرخ په نړیوالو مارکیټونو کې را ټيټ شوی، د سعودي ځوانانو بېکاري زیاته شوې، په یمن کې روانو حالاتو او په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والو فعالیت سعودي عربستان ته جدي امنیتي ګواښ پيښ کړی دی.

د سعودي عربستان د کورنیوچارو د وزارت ویاند جنرال منصور الترکي پرون وویل چې په ریاض کې د امریکا پر سفارت د حملې دسیسه یې شنډه کړې ده.

جنرال منصور الترکي وويل:

سعودي چارواکي د لږترلږه 93 تنو نیول تائیدوي . په دوى کې یوه مشکوکه ښځه ده چې د سعودي پر امنیت او ثبات د حملې لپاره یې تروریستي فعالتونه کول . په دوي کې 5 بهرنيان او پاتې ټول سعودي وګړي دی”

جنرال الترکي په ریاض کې د امریکا پر سفارت د حملې په اړه وویل: ”په نیول شویو کسانو کې پر دوو تنو چې یو سعودي او بل د سوریې وګړی دی، په ریاض کې د امریکا پر سفارت د حملې سره د ارتباط ګومان کیږي، خو تر اوسه په دې اړه زیاتې خبرې به مخکې له وخته وي“

د دې کسانو په اړه څيړنې روانې دي.

د سعودي عربستان نوي پاچا څو اونۍ وړاندې په یمن کې د عربي ائتلافي ځواکونو مشري خپله کړه .

داسې ګڼل کیږي چې د سعودي عربستان نوي پاچا د پخوانیو پاچیانو په پرتله ، فعال بهرنی سیاست غوره کړی دی.

XS
SM
MD
LG