د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

ژکفر: د شهیدانو او مجاهدینو حماسې باید له یاده ونه ایستل شي


د ثور د اتمې یا د مجاهدینو د بریا ورځې په مناسبت د هېواد شهیدانو د وارثینو په نوم یوه بنسټ د جهاد په دوره کې د وژل شوو کسانو د عکسونو یو پنځه ورځينی نندارتون په مرکز کابل کې پرانست.

د ثور د اتمې یا د مجاهدینو د بریا ورځې د لمانځلو مراسم د هر کال په تېرېدو کمرنګه کیږي او سږ کال هم په کابل کې د حکومت له خوا د دې ورځې لمانځلو ته مراسم نه وو جوړ شوي.

یوازې د شهیدانو د وارثینو په نوم یوه بنسټ په دې ورځ د کابل په زرنګار پارک کې نندارتون پرانست او د جګړې د قربانیانو انځورونه یې په کې نندارې ته ایښي وو.

د دې بنسټ مشر محمد اصف ژکفر د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل؛ دا یوازې یاد دی، خو په کار ده چې د مجاهدینو د بریا ورځې څخه دولت؛ مدني او فرهنګې ټولنې په پراخه اندازه یادونه وکړي.

نوموړی وایي چې د دې ورځې ارزښت له یاده باسل شوی دی:

"د جهاد د وخت کارنامې او د شهیدانو او مجاهدینو حماسې باید له یاده ونه باسل شي

زموږ دیني، فرهنګي او ملي رسالت حکم کوي چې د جهاد خاطرې او حماسې د تل لپاره په ذهنونو کې ژوندی وساتو."

درویشت کاله وړاندې په همدې ورځ د ډاکټر نجیب الله حکومت مخالفینو د سختو مبارزو وروسته هغه له واکه لرې کړ او د ډېرو کورنیو اختلافاتو سره دوی واک ته ورسیدل.

د ډاکټر نجیب الله حکومت تر ړنګېدو وروسته کابل د څو ډلو ترمنځ د جګړې پرمیدان بدل شو او ویل کیږي چې په دې جګړو کې په لسګونو زرو افغانان وژل شوي دي.

د ثور اتمه په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي ده او د حامد کرزي د واک په لومړیو کلونو کې دا ورځ لمانځل کېده؛ خو کله چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې په دې جشن طالبانو حمله وکړه؛ له هغې وروسته یې لمانځل کمرنګه شول.

له دې سره د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي چې په ایښودل شوو عکسونو کې د خپلو خپلوانو په لیدلو پسې ګرځیدل؛ په ټینګار سره وایي، دې ورځې ته د ویاړلي ورځې او د جهاد د ثمرې په نظر ګوري چې باید یادونه یې وشي.

عبدلله چې د وژل شوي تره زوی تصویر څخه یې د موبایل په کمرې عکسونه اخستل؛ ازادي راډيو ته وویل، په لسګونو زرو داسې ډېرو نورو ځوانانو له هېواده ځانونه قربان کړل؛ خو قرباني ته یې درناوی نه دی شوی:

"نن ښار ته راغلم له دې ځایه تېرېدم چې د شهیدانو په عکسونو کې مې د سلیمان شاه یار عکس ولید. دی د اسلامي ګوند غړی و چې د وخت رژیم پلچرخي ته یووړ او ویې واژه؛

هغه اتل و چې د دین، قانون او هېواد لپاره وجنګید."

د چارو یوشمېر کارپوهان که څه هم په افغانستان کې د پخواني شوروي او پر شوروي اتحاد د متکي ډلو ماته د افغان مجاهدینو له سترو لاسته راوړنو بولي؛ خو زیاتوي چې د ثور له اتمې وروسته د مجاهدینو له خوا د تنظیمي جګړو پیل د دې لامل شو چې افغانستان د وروسته پاتې هېوادونو په کتار کې راشي.

دوی وایي، په داسې مراسمو کې د خلکو نه حضور په دې معنی ده چې خلک د ثور له اومې او تمې څخه ښې خاطرې نه لري.

XS
SM
MD
LG