د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون په یمن کې د جګړې د سمدستي دریدو غوښتنه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې د ملګرو ملتو په مشرۍ دې د سولې خبرې پیل شي.
بان کي مون تیره ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، کله چې ما دا راپور واوریده چې جګړې بیا سخته شوې، نو ډیراندیښمن شوم.
د سې شنبې په ورځ عربستان اعلان کړی و چې له نژدې یوې میاشتې راهیسې د ایران د متحدو حوثیانو پرضد به هوایي بریدونه ودروي، خو تیره ورځ د عربستان په مشرۍ دغه حملې په داسې وخت کې بیا پیل شوې چې د مصر په مرکز قاهره کې د یو شمېرعربي هېوادو لوی درستیزانو د حوثیانو پرضد د یوه ګډ ایتلاف په اړه خبرې وکړې. په دې غونډه کې د عربي ټولنې مشر نبیل العربي وویل:
″په دې اړه زه غواړم واضح ووایم چې د داسې یوه ګډ عربي ځواک جوړیدل، په هیڅ ډول د یوه نوي پوځي اتیلاف جوړیدل نه دي او یا هم د کوم هیواد پرضد د یوه ځواک تشکیل دی.
د دې هدف له ترورزم سره مبارزه او د عربي هیوادو او سیمې ثبات دی. دا ځواک به په ګډه د عربانو پوځي او امنیتي هڅې ګړندۍ کړي.
دا ایتلاف د عربي ټولنې او ملګرو ملتو له اصولو سره سم دی.″
اسوشیتد پریس اژانس د حوثیانو په وینا خبر ورکوي چې دوی د سولې د خبرو هرکلی کوي.
په هغه بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ حوثیانو خپور کړ پر دې ټینګار شوی دی چې د ملګرو ملتو په مشرۍ دې د سولې خبرې وشي.
حوثیانو چې پرون دا بیان خپراوه، د دوی په زرګونو پلویانو په مرکز صنعا کې لاریون وکړ او شعار یې ورکړ چې د سعودي- امریکا یرغل دې پر یمن پای ته ورسیږي.
حوثیان چې د یمن په لویه برخه واکمنان دي د پخواني ولسمشر علي عبداله صالح ملاتړ ورسره دی. د الجزیرې تلویزیون په وینا صالح هم په دې شرط د سولې د خبرو پلوي کړې ده چې د عربستان په مشرۍ په یمن باندې هوایي بریدونه ودرول شي.