د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۴

امريکا، ايران ته خبردارى ورکړ چې يمن ته وسلې ونه لېږي


ولسمشر اوباما
ولسمشر اوباما

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما وایي، حکومت یې ایران ته خبرداری ورکړی چې یمن ته باید وسلې وانه ستوي او دا ځکه چې په دې وسلو ممکن په سیمه کې د بېړیو چلند له ګواښ سره مخامخ شي.

جمهور رئیس اوباما د سې شنبې په شپه له MSNBC تلویزیون سره مرکه کې وویل، موږ ایرانیانو ته دا مسئله بېخي په ډاګه ویلې ده.

ښاغلي اوباما په خلیج کې د امریکایي جنګي بېړیو د ساتلو په اړه وویل:

«په فارس خلیج کې موږ د خپلو ځینو بیړیو د ساتلو لپاره دلایل لرو او هغه دا چې ډاډ حاصل کړو چې موږ په سیمه کې د بیړیو آزاد تګ راتګ ساتلی دی. موږ ایرانیانو ته ویلي، که چېرې په یمن کې ډلو ته وسلې واستولى شي په دې کار سره به د بېړیو تګ راتګ ته ګواښ رامنځته شي، دا یوه ستونزه ده».

د جمهور رئیس اوباما له دې څرګندونو څخه مخکې د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنیست ویلي وو چې د امریکا د جنګې الوتکو وړونکې بېړۍ د یمن د سواحلو پر لوري خوځېدلي تر څو د عدن خلیج او سره سمندر کې د بېړيو آزاد تګ راتګ او د سوداګرۍ فعالیتونه وساتل شي.

مخکې راپورونه خپاره شوي وو چې ایراني بېړۍ د یمن پر لوري خوځیدلې او ممکن حوثي شیعه ځواکونو ته وسلې ورسوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ډګرمن سټیف وارین وایي، موږ نه پوهیږو چې د ایرانې کښتیو د کاروان پلان څه دی؟ خو څارنه یې کوو.

ده وویل، په سیمه کې د ستر امریکایي سمندري طاقت په توګه موږ د خپل انتخاب حق لرو.

ملګرو ملتونو په یمن کې حوثي شیعه ځواکونو ته پر وسلو بندیز لګولی دی.

په عین حال کې سعودي عربستان د سې شنبې په ورځ وویل، په یمن کې د حوثي ځواکونو پر ضد د دوى د څلورو اونیو بمباري ختمه شوې ده.

د سعودي عربستان په مشرۍ د لسو سني هیوادونود ایتلاف ویاند برید جنرال احمد اسیري وویل، هوایي کمپاین یې په بري سره ترسره شو او د یاغیانو د توان د زیانمنولو هدف ترلاسه شوی:

«د ایتلاف مشرتابه نن اعلان وکړ چې د یمن د حکومت او جمهور رئیس عبدالربه منصور هادي د غوښتنې پر اساس یې د جدي توفان عملیات بند کړل. دوى حس کړه چې په دې عملیاتو کې اصلي هدفونه ترلاسه شوی دى».

جنرال اسیري دغه راز وویل، د هیلو راژوندۍ کولو په نامه نوي عملیات به په یمن کې سیاسي حل، د ملکیانو ساتنې او د مرستو هلو ځلو ته زیات پام واړوي.

ده زیاته کړه، ایتلاف به په یمن کې د حوثي ځواکونو د حرکت او یا هم د دوى له خوا د عملیاتو د پرمخ بیولو مخه ونیسي.

جنرال اسیري وویل، په نویو عملیاتو کې به سیاسي او پوځې اعمال دواړه شامل وي.

له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي، په یمن کې مثبت پرمختګونه باید له عاجلو بشري مرستو، د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په مقصد د یمنیانو ترمنځ له مذاکرو سره تعقیب شي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې په یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د هوایي حملو له پیل راهیسې تر اوسه ۹۰۰ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG