د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۰

د سوریې په شمال کې د داعش د عملیاتو پلان جوړوونکی افشا شو


جرمنۍ ورځپاڼې دير شپيګل [Der Spiegel] داسې اسناد ترلاسه کړي چې د سوریې د شمالي سیمو د نیولو لپاره د اسلامي دولت په نوم د وسله والو د عملیاتو پلان د صدام حسین د رژیم د هوايي ځواک د استخباراتو پخواني مامور سمیر عبد محمد الخلفاوي جوړ کړی و.

دېر شپيګل په دې اړه په ۳۱ مخونو کې یو رپوټ خپور کړی چې هغه اسناد په کې دي چې د سوریې په شمال کې د یوه اسلامي خلافت د جوړېدو د پلان جزیات څرګندوي.

شپيګل په دې رپوټ کې هغه اسناد او پټ لیکونه؛ خطونه، نقشې، لستونه او د مکالمو کاپي ګانې خپرې کړې چې اسلامي دولت په نوم د یوه خلافت د رامنځ ته کېدو پلان په کې څرګند شوی دی.

شپیګل وایي، دا اسناد یې د توحید ځواکونه په نوم د وسله والو له ډلې ترلاسه کړي او د دې لپاره یې اوږدې مذاکرې کړې دې. خو د توحید وسله والو ویلي، دا اسناد یې چې د دوی د خپلو جاسوسانو یو لست هم په کې و؛ شپيګل ته نه دي سپارلي.

د شپیګل له لوري خپاره شوی اسناد، د سوریې په شمال کې په هغه کور کې چې خلفاوي ژوند کړی؛ پټ ساتل کیدل.

خلفاوي په سیمه کې د حاجي بکر په نوم هم پیژندل کیږي.

د خلفاوي تر مرګ وروسته، د دې اسنادو او یادداشتونو یوه پاڼه ترکیې ته په قاچاقي ډول لیږدول شوې وه.

د جرمني ډیر شپیګل مجله وایي؛ حاجي بکر د یوې وړې ډلې غړی و چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والو په استازیتوب؛ درې کاله مخکې له عراقه سوریې ته تللي و.

دا پلان چې د سوریې په خاوره کې د امکان تر حده زیاتې سیمې څرنګه ونیول شي؛ حاجي بکر جوړ کړی و او بیا یې له هغه ځایه د عراق خاورې ته د اوښتلو نقشه جوړه کړې وه.

د حاجي بکر په پلان کې ویل شوي چې په سوریه کې خلک باید د اسلامي دعوت په نوم را غونډ او د اسلامي دولت په نوم د وسله والو له ډلې سره یوځای شي. د دې لپاره په یو شمېر سیمو کې د مرکزونو د پرانیستل کېدو خبره هم شوې وه. دوی په کلیو کې یو یا دوه جاسوسان هم ګومارل څو معلومات ور واستوي.

دې جاسوسانو باید دا معلومات هم را غونډ کړي وای چې د وګړو د بلک میل یا د هغوی لپاره د ګواښ په توګه کارول شوي وای؛ د دې لپاره د دې جاسوسانو دنده وه چې د ځانګړو وګړو د جنايي؛ جنسي او یا غیر مشروع اړیکو په اړه پټ معلومات را غونډ کړي او له مرکز سره یې شریک کړي.

د حاجې بکر د پلان پر اساس، د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې باید وسله هم را جلب کړي وای خو هغه یې د عراقي او سوریایې وسله والو له منځه نه انتخابول بلکه د بهرنیو افراطيانو راغونډولو ته یې الویت ورکړی و.

که څه هم دیر شپیګل پر دې تبصره نه ده کړې؛ خو یو ډير پيژندل شوی بهرنی وسله وال چې داعش جذب کړی و؛ چیچنی عمر الشیشاني و چې له خپلې ډلې سره یوځای یې د سوریې په شمالي ښار حلب کې جنګیدل.

داعش عمر الشیشاني په سوریه کې د خپلو وسله والو د قوماندانۍ لپاره ټاکلی و.

د دیر شپیګل په حواله، داعش په 2013 میلادي کال کې په حلب کې ۲۶۵۰ وسله وال را غونډ کړي وو چې په هغوی کې تونسیان، سعودیان، چیچن وګړي شامل وو.

دير شپيګل وایي، د اسلامي دولت په نوم وسله والو په سوریه کې د هر چا او هرشي په اړه معلومات را غونډول او د خپل نیت په اړه یې هر وګړي ته ناسم معلومات ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG