راپورونه وايي چې د عراق له رمادي ښاره څه باندې دوه زره کورنۍ وروسته له هغه تښتېدلي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله والو د لویدیځ انبار ولایت خواته پرمختګ وکړ.
داعش چې له څه باندې یوکال راهیسې یې پرګاونډي ولایت فلوجې ولکه ټینګه کړې ده د چارشنبې په ورځ د رمادي په ختيځو لمنو کې درې کلي ونیول.
د څارونکو په باور داعش وروسته له دې چې د صدام حسین د پلرني ټاټوبي تکریت ښار اداره له لاسه ورکړه اوس یوځل بیا خپل زور ښيي او ځوابي برید کوي.
د عراق د کډوالو او بې ځایه شویو د چارو وزیرستار نوروز پرون وویل له رمادي څخه بې ځایه شوې څه باندې دوه زره کورنۍ د بغداد په لویدیځو او جنوبي لمنو کې ځای پرځای شوي.
نوروز زیاته کړه چې اړو کورنیو ته د خیمو، خوړو او نورو اړتیاوو مرسته شوې.
د رمادي ښارامنیتي چارواکي وايي چې پرون ناوخته هم د داعش د وسله والو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې وې.
د راپورونوله مخې د ښارمرکزي برخه د دولتي ځواکونو په ولکه کې ده، خو د ښارپه لمنو کې له څو میاشتو راهیسې د داعش وسله وال حضور لري.
عیني شاهدان وايي؛ رمادي د ارواوو ښارته ورته دی، واټونه او کوڅې یې تشې او دکانونه یې بند دي.
یوه پوځي مقام چې نه یې غوښتل هویت یې ښکاره شي وویل چې د نړېوال ائتلاف جنګي الوتکو د چارشنبې په ورځ د انبار ولایت په هغو دریو کلیو کې د داعش پر مرکزونو بمباري وکړه چې اوس د دې ډلې وسله والو نیولي دي.
د امریکا په مشرۍ د نړېوال ائتلاف په بیان کې چې پرون خپورشو راغلي دي چې متحدوایالاتو او متحدانو یې د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر مرکزونو شل حملې کړې.
بیان زیاتوي، له دې څخه نولس حملې د عراق په اتو اړوندو ښارونوکې شوي دي چې د داعش ډلې تکتیکي اډې، سنګرونه، وسایط، وسلې او ودانۍ یې په نښه کړي او یوازې یوه د سوریې په قلمرو کې شوې ده.
په هغه ویډیوکې چې اسوشیتید پریس خبري اژانس ترلاسه کړې ده، د امریکايي جټ الوتکو د بمبارۍ پرمهال د رمادي ښارله پاسه تور لوګی لیدل کېږي.
په رمادي کې سلګونه امریکايي پوځیان عراقي سرتېروته په پوځي اډو کې روزنه ورکوي خو د امریکا د پوځ یوه مقام وویل، د داعش حملې به پر دوی هېڅ راز اغېز ونکړي او زیاته یې کړه چې له دې ښاره د وتلو پلان نه لري.
د انبار مرستیال والي فالح الاسوي د دې ولایت په مرکز رمادي کې وضعیت ناورین وبله او له حکومت څخه یې وغوښتل چې هلته اضافي ځواک واستوي.
الاسوي وویل، حکومت باید سمدستي پوځي ځواکونه په وسلو او امکاناتو سمبال کړي څو ښار د اسلامي دولت ډلې یا داعش لاس ته ورنشي.
د امریکايي استخباراتي سرچېنو د خبر له مخې د داعش راډیويي سټېشن البیان چې په انګلیسي ژبه خپرونې کوي، ادعا کړې ده چې له چارشنبې راهیسې یې د انبار پر لږترلږه شپږو سیمو بشپړه ولکه ټینګه کړې او د رمادي په ختیځ کې د اووم کلي یوه زیاته برخه هم د دوی لاس ته ورغلې ده.
امریکايي ځواکونو په عراق کې د خپل اته کلن حضور پرمهال تر ټولو خونړۍ جګړې په فلوجه او رمادي کې هغه مهال وکړې چې د القاعده شبکې اصلي اډې په همدې دوو ښارونو کې وې. فلوجه د عراق لومړنی ښار و، چې د ۲۰۱۴ کال په جنوري میاشت کې د داعش ډلې د وسله والو لاس ته ورغی.