د تاجکستان حکومت پریکړه کړې چې تردې وروسته به یوازې هغه کسان چې عمریې تر 35 کلونو زیات وي، له دې هېواده حج ته د تګ اجازه لري.
د تاجکستان حکومت ویلي چې په دې هېواد کې د سپین ږیرو شمېرزیات دی او د دې لپاره چې حج ته د تګ لومړیتوب ورکړل شي، پرځوانانو دا بندیز لګول شوی دی.
خو د تاجکستان زیات خلک داسې فکرکوي چې حکومت غواړي په ځوانانوکې د افراطي افکارو د ودې او له سخت دریځو ډلو سره د یوځای کېدو مخنیوي وکړي.
د تاجکستان د دیني او فرهنګي چارو د دولتي کمیټې د حج د چارو مسول عبدالجلال علي زاده ازادۍ راډیوته وویل چې دا وروستۍ اقدام د افراطي ډلوله فعالیتونو سره هیڅ ډول اړیکې نه لري.
علي زاده وویل چې سعودي عربستان هرکال، له یوه هېواده، محدود شمېرکسانوته د حج لپاره د ورتګ اجازه ورکوي نو حکومت پریکړه کړې چې سپین ږیروته د تګ اولویت ورکړل شي. عبدالجلال علي زاده زیاته کړه:
″ډيرکسان چې عمرونه یې زیات دي، حج ته د تګ نوبت نه شي ترلاسه کولای او ډيرسپين ږیري حج ته له تګه پاتې کېږي نو موږ دا پریکړه وکړه څو هغو کسانوته چې اویا یا اتیا کلن دي، د تګ چانس پیدا کړي.″
د تاجکستان د ولسمشرامام علي رحمان حکومت په وار-وار په خپل هېواد کې د سیکولریزم پراساس، د ټولنیزواصولود رامنځ ته کولوغوښتنه کړې ده.
ولسمشررحمان یوه میاشت مخکې د سیکولریزم یا د دین او سیاست د بیلیدو د اصل پربنا، د اوږد مهالي پرمختګ پرمفهوم د پوهیدو ږغ وکړ.
تاجکستان اته نیم ملیونه نفوس لري او هرکال تر6000 زیات تاجکان د حج لپاره سعودي عربستان ته ځي.
په دې هېواد کې چې اکثراوسیدونکې یې مسلمانان دي، په ښوونځيوکې د نجونو پر پوړني بندیز دی.
د تاجکستان حکومت په وروستیو کلونوکې زرهاوو ځوانان چې په مدرسو کې د سبق لپاره نورو هېوادو ته تللي وو، بیرته ستنیدو ته مجبورکړي دي.
خو بیا هم ویل کېږي چې زیات شمېرتاجکان په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نوم د افراطي ډلې په لیکو کې شامل شوي او په ملاتړ یې جنګیږي.
د تاجکستان د اسلامي نهضت یوه مشر ازادي راډیوته وویل چې پرخلکو داسې بندیزونه، د قانون مخالف کاردی او ان کولای شي چې په دې هېواد کې د افراطي نظرونو د زیاتیدو سبب شي.