د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۰

حوثي یاغیانو د یمن په عدن ښار کې پرمختګ کړی


په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف له بمباریو سره سره حوثي یاغیانو ددې هیواد په دویم لوی ښار عدن کې پرمختګ کړی دی.

راپورونه وايي چې یاغیان او دوی ایتلافي پوځيان پرون له تودو نښتو وروسته د ښار په مرکزي برخه کې وړاندې تللي دي.

پرون (یکشنبه) په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد د ریاض په مشرۍ د ایتلافي هیوادونو بمباریو د یوولسمې پرلپسې ورځې لپاره دوام درلود.

د رویټرز خبري اژانس د ځايي خلکو له خولې ویلي دي چې په پایتخت صنعا کې د حوثي یاغیانو په اډو کې یې د چاودنو غږونه اوریدلي.

په عین حال کې ایتلافي الوتکو د سعودي عربستان پولې ته نژدې د یمن په سرحدي سیمو کې هم بمبارۍ کړې دي.

په یمن کې وروستۍ بمبارۍ د روسیې د هغې غوښتنې سربیره شوي چې تر دې یوه ورځ مخکې یې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې په هوايي بمباریو کې د ځنډ غوښتنه وکړه؛ څو بشري مرستې ورسول شي او ولسي خلک د بمباریو له سیمو د وتلو وخت ومومي.

په ملګرو ملتونو کې د اردن دایمي استازي او په اپریل میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا مشرې "دینا کوار" (Dina Kawar) د روسیې د وړاندیز په اړه وویل:

"روسي هیات د یو پریکړه لیک مسوده د امنیت د شورا غړیو ته ویشلي ده. دا مسوده د بشري مرستو د رسولو لپاره په هوايي بمباریو کې د ځنډ غوښتنه کوي او په یمن کې د اوږدې مودې راهیسې د بشري وضیعت په اړه اندېښنه څرګندوي.

د امنیت د شورا غړي تر دوشنبې ورځ پورې وخت ته اړتیا لري؛ څو د روسیې د وړاندیز په اړه غبرګون وښيي."

پرون دوه روسي الوتکې چې له یمن څخه یې د روسیې او نورو هیوادونو اتباع انتقالول په قاهرې کې ښکته شوې.

په یمن کې د روسیې د سفارت مطبوعاتي اتشه "ټیموفي بوکوف" (Timofey Bokov ) ویلي؛ د درې سوو په شا اوخوا کې کسان په دوو الوتکو کې له یمن څخه ایستل شوې دي.

بوکوف ویلي، د دې کسانو اویا یې روسي اتباع وو او نور یې د ازبکستان او تاجکستان اتباع وو. د نوموړې په وینا د دوی ډیر یې ډاکتران او قراردادیان وو.

باکوف وویل چې په دې ډله کې یو شمېر د سوریې، کیوبا او مصر اتباع هم شامل وو.

په عین حال کې سرچیني وايي چې حوثي یاغیانو په مهم بندري ښار عدن کې د ولایتي حکومت مرکزي ودانۍ نیولي. د فرانسې خبري اژانس د بې نومه چارواکو له خولې ویلي چې وړمه شپه حوثي یاغیانو په جګړه کې پرمختګ کړی او د عدن ښار مرکزي ناحیه یې نیولې ده.

کله چې تیره اونۍ د عدن ښار د حوثي یاغیانو له برید سره مخ شو؛ ولسمشر عبدالربه منصور هادي ترې وتلی دی. سعودي عربستان چې له یمن سره پوله لري؛ وايي، څو چې په یمن کې بېرته هادي واک ته نه وي رسیدلې تر هغې به د حوثي یاغیانو پر مورچلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړي.

د سعودي الحیات ورځپاڼې پرون راپور ورکړ چې د یمن سره په پوله پراته کلي به له مخې ویجاړیږي؛ څو د حوثي یاغیانو له خوا ونه کارول شي.

له هغې ورځې چې سعودي عربستان په یمن کې بمبارۍ پیل کړې؛ د دې هېواد درې پوله ساتي سرتیري له یمن څخه په ډزو وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG