روسیې پرون [شنبه] د ملګرو ملتو پر امنیت شورا ږغ وکړ چې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ائتلاف د هوايي حملو د ځنډیدو غوښتنه وکړي.
د سعودي عربستان په مشرۍ، د یو شمېر عربي هېوادو ایتلافي ځواکونه له تېرو لسو ورځو راهیسې په یمن کې د شیعه حوثي جنګیالو د ځپلو لپاره هوايي عملیات کوي.
روسیې د ملګرو ملتو د امنیت شورا پینځلسو غړو ته پرون د یوه پریکړه لیک طرحه هم وړاندې کړه چې د تړلو دروازو شاته خبرې ورباندې وشوې.
په دې طرحه کې غوښتنه شوې چې دا هوايې عملیات باید په منظم ډول د مهمو بشري مرستو د رسولو لپاره وځنډول شي. دا به هغو هېوادو او نړیوالو سازمانو ته چې په یمن کې یې وګړي او مامورین پاتې دي؛ وخت ورکړي چې خپل خلک له هغه ځایه وباسي.
دا طرحه غوښتنه کوي چې په یمن کې باید خلکو ته بشري مرستې له خنډه پرته؛ په خوندي او دوامدار ډول ورسول شي.
له حوثي ملیشو څخه د م.م غوښتنه:
د ملګرو ملتو سازمان تر دې مخکې په یمن کې پر شیعه حوثي ملیشو چې ایران یې ملاتړ کوي؛ غږ کړی و چې له جګړې لاس واخلي او سیاسي مذاکرې پيل کړي. خو د روسیې له خوا د امنیت شورا ته په وړاندې شوې طرحه کې د دې ذکر نه دی شوی.
د ائتلاف ځواکونو د تېرو لسو ورځو راهیسې چې عملیات یې پیل کړي؛ د یمن د هوايي حریم او بندرونو واک ټینګ ساتلی دی.
د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د اردن استازې دینا کوار ویلي چې غړي هیوادونه پر دې مساله د غور او غبرګون څرګندولو لپاره وخت ته اړتیا لري. اردن اوسمهال د امنیت شورا دوره يي مشري کوي.
په امنیت شورا کې د سعودي عربستان استازي عبدالله بن یحیی المعلمي خبریالانوته وویل چې یمن ته د بشري مرستو د رسولو پر میکانیزم بحث ته اړتیا ده.
له تېرو دوو اوونیو راهیسې پر یمن د عرب ایتلاف په هوايي حملو کې ۵۱۹ تنه وژل شوي چې ۹۰ تنه یې ماشومان دي.ولري اموس
المعلمي وویل چې په یمن کې د بشري حالت په اړه د اردن او د خلیج د عربي هیوادو په هغه ګډ پریکړه لیک کې بحث شوی دی چې د امنیت شورا د پينځو دایمي غړو "بریتانیه، فرانسه، چین، روسیه او د امریکا متحدایالات" سره خبرې ورباندې شوې وې.
دې پریکړه لیک پر هغو ټولو ډلو چې په یمن کې سیاسي روند ته ګواښ پيښوي د وسلو بندیز لګولی و؛ خو ډیپلوماټان وايي چې روسیه د یمن پر حکومت هم د وسلو د بندیز غوښتنه کوي.
د سره صلیب نړیوالې ادارې پرون وویل چې په یمن کې باید ژر تر ژره د بشري مرستو د رسولو لپاره جګړه ودرول شي. دې سازمان ویلي چې لږترلږه د څلرویشت ساعتونو لپاره باید د یمن ټولې هوايي؛ ځمکنۍ او سمندري لارې پرانیستل شي؛ څو هغو خلکو ته چې له څه باندې یوې اونۍ راهیسې په شدیده ځمکنۍ جګړه او هوايي بمباریو کې بند دي؛ مرستې ورسیږي.
په یمن کې درې رضاکاران هم وژل شوي:
د سره صلیب نړیوال سازمان وايي چې تیره اونۍ یې په یمن کې درې رضاکاران له زخیمانو سره د مرستو پر مهال ووژل شول.
د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتو د عمومي منشي مرستیالې "ولري اموس" ویلي چې په تیرو دوو اونیو کې، په یمن کې په روان تشدد کې لږترلږه 519 تنه وژل شوي چې 90 ماشومان هم په کې شامل دی.
رپوټونه وايي چې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د یو شمېر عربي هیوادو د ایتلافي ځواکونو له شدیدو بمباریو سره هم شیعه حوثي جنګیالي د پرمختګ په حال کې دي.
سعودي عربستان په یمن کې د شیعه حوثي وسله والو پر ضد د عربي هیوادونو د ائتلافي قواوو د هوايي عملیاتو مشري په غاړه اخیستي او د یمن د له واکه لري شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي په ملاتړ جنګیږي.
ولسمشر هادي تیره اونۍ د عدن له ښاره سعودي عربستان ته وتښتید.
سعودي عربستان چې له یمن سره ګډه پوله لري؛ وايي چې د هادي د بېرته واکمنیدو تر وخته به هوايي حملې جاري وساتي.