العربیه تلویزیون خبر ورکړ چې مصر، اردن، سودان او پاکستان ویلي دي چې دوی دې ته چمتو دي چې د یمن جګړې ته پلي ځواکونه واستوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم نن په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته وویل چې سعودي عربستان د یمن د جګړې لپاره له دوی څخه د پوځیانو غوښتنه کړې ده:
«زه دا تاییدوم چې سعودي عربستان په دې اړه له موږ سره اړیکي نیولی. دا مساله څیړل کیږي. د اوس لپاره یوازې دغه ویلی شم»
عربستان وایي چې سل جنګي الوتکې یې پر یمن د بمباري لپاره چمتو کړې دي او نن سهار یې بمباري پیل کړه. د عربستان خبرې سرچینې بیا وایي چې ۸۵ الوتکې هم عربي متحد اماراتو، قطر، بحرین، کویت، اردن، مراکش او سودان چمتو کړې دي.
عربي رسنۍ خبر ورکوي چې په دې بمباریو کې په صنعا کې هوایي ډګر په نښه شوی دی چې څلور الوتکې پکې ویجاړې شوې دي، همداراز د صنعا په جنوب کې د وسلو زیرمې په نښه شوې دي. د هوایي ډګر شاوخوا د یو شمیر کورونو د ورانیدو او د ملکي تلفاتو خبرونه هم خپاره شوې دي.
ایران پر دې عملیاتو سخت اعتراض کړی دی. ایران وویل چې دا یو خطرناکه ګام دی.د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن په تهران کې خبریالانو ته وویل چې له دې سره به د یمن وضعیت نور هم پیچلی شي:
«پوځي عملیات، په ځانګړې ډول پوځي مداخله په یمن کې له بهر څخه هیڅ نتیجه نه ورکوي خو د یمن خلک به ووژل شي او ویني به یې وبهیږي»
سعودي چارواکي بیا وایي چې دوی د یمن له قانوني حکومته د عبد ربه منصور هادي په مشرۍ دفاع کوي.
په امریکا کې د عربستان سفیر عادل الجبیر په واشنګتن کې خبرې کنفرانس ته وویل:
« دا پریکړه اسانه نه وه. پر دې پریکړې ژور فکر شوی دی، موږ له نژدې په ډير جدیت له خپلو متحدانو او ملاتړیو سره په نړۍ کې خبرې کړې دي په ځانګړي توګه له امریکا سره»
حوثي یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي په وروستیو میاشتو کې په یمن کې یو شمیر سیمې لاندې کړې او مرکز صنعا یې هم نیولی دی.