د عراق په انبار ولایت کې چې د دولتي ځواکونو او اسلامي دولت ډلې ترمنځ په کې جنګ روان دی لس کسه د لوږې له لاسه مړه شوي دي.
په دغې پیښې کې هغه دولتي چارواکي چې دوی ته یې د مرستو مواد نه دي رسولي ګرم ګڼل شوي.
د عراق په لویدیځ کې د انبار د ولایتي شورا مشرصباح کارهوت وايي، د دغه محاصره شوي ولایت حدیثه ښار ګوټي کې لس تنه ولسي خلک د لوږې له لاسه مړه شوي دي.
نوموړی وايي، دولتي چارواکي ځکه ګرم دي چې سره له دې چې دولتي ځواکونو سیمې ته تلونکې لار د مخالفینوڅخه نیولې خو دغه ښارګوټي ته کومې مرستې نه دي رسول شوي.
حدیثه ښارګوټی چې د بغداد شمال لویدیځ ته یو سلو پنځوس کیلو میټره لېرې پروت دی، عراقي ځواکونو یې اکثرې برخې بیرته نیولي دي خو جنوب لویدیځې برخې یې اوس هم د اسلامي دولت ډلې په ولکه کې دي.
سیمه ییزې رسنۍ د حدیثه ښارګوټي د یوه جګ پوړي چارواکي عبدالحکیم الجغیفي له قوله وايي چې په مړو کسانو کې څلورښځې او څلورکوچنیان شامل دي.
نوموړی وايي، د سیمې خلک چې خوراکي موادوته لاس رسۍ نه لري له لوږې او خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
بل خوا رپوټونه وايي، دولتي چارواکي هڅه کوي چې ډیر ژر سیمې ته مرستې ورسوي.
د امریکا په مشرۍ ایتلاف هوايي ځواکونو دوه ورځې مخکې د حدیثې ښار ګوټي شاوخوا د اسلامي دولت ډلې مورچې بمبارد کړې.
د امریکا دفاع وزارت وویل، د دغو بریدونو په نتیجه کېد اسلامی دولت ډلې دوه مورچې له منځه یوړل شوې.
بل خوا رپوټونه وايي، شاوخوا دوه سوه اشوري مسیحیان چې تیره میاشت اسلامي دولت ډلې په سوریه کې برمته کړي د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
دغه شاوخوا ۲۲۰کسان چې کوچنیان او ښځې هم په کې شاملې دي د حسکه ولایت څخه نیول شوي.
په سوریه کې د بشري حقوقود څارنې سازمان وايي، د دغو کسانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.
دغه سازمان وايي، د برمته شویو کسانو څخه شپاړس نارینه او درې ښځې دوه اونې مخکې خوشې کړای شول.
رپوټونو وویل، دغه کسان د فدیي په مقابل کې خوشې کړای شول.
وروسته بیا پنځه کسه نور هم خوشې کړای شول.
په سوریه کې د بشري حقوقو د څارنې سازمان وايي، قومي مشران د برمته شویو کسانو د خوشې کیدو لپاره هلې ځلې کوي.
د حسکه په ولایت کې د اشوري مسیحیانو له برمته کیدو وروسته زرګونو مسیحیانو خپل کورونه پریښي.