اسلامي دولت وسله واله ډله له عراق او سوریي لېرې هېوادونو ته هم ګواښ ګڼل کیږي.
د نړۍ ګڼ هېوادونه خصوصا هغه چې اکثریت اوسیدونکي یې مسلمانان دي لکه د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه دغه ډله نه یواځې منځني ختیځ بلکه خپلو دولتونو ته هم ګواښ ګڼي.
د نړېوال کړکیچ ګروپ په خپل یو وروستي رپوټ کې هڅه کړې چې د دغو پوښتنو ځواب ومومي چې ولې د منځنۍ اسیا ځیني خلک په عراق او سوریه کې اسلامي دولت ډلې سره یوځای شوي ؟ دوی څوک دي ؟ او ولې خپلو هېوادونو ته ګواښ ګڼل کیږي؟
د ازادۍ راډیو ترکمني څانګې په خپل یو وروستي ګردي میزکې دا موضوع وڅیړله.
دا چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځیني خلک ولې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې ته ورځې یوه په زړه پورې پوښتنه ده.
د منځنۍ اسیا اکثریت خلک سني مسلمانان دي خو بیا هم دوی د شام ځمکې سره دومره ډیرمشترکات نه لري.
اوس پوښتنه دا ده چې ولې د منځنۍ اسیا خلک چې اکثرپه خټه یا ترکان یا تاجکان دي او پنځه اویا کاله شوروي اتحاد کې شامل وو خپل نسبتا سوله ییز هېوادونه پریږدي او د یوې عموما عربي ډلې ترڅنګ دریږي چې ځیني خلک یي اعمال وحشیانه او منحرف ګڼي.
د نړېوال کړکیچ ګروپ رپوټ وايي، په وروستیو درېيوکلونو کې د قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان او ازبکستان له ۲۰۰۰ تر۴۰۰۰ پورې کسان په عراق او سوریه کې اسلامي دولت ډلې سره یوځای شوي.
ویل کیږي چې عراق او سوریې ته د دغو خلکو د تګ یو اساسي سبب دا دی چې د منځني اسیا په هېوادونو کې استبدادي حکومتونه واکمن دي او دوی خپلې راتلونکې ته څه هیله نه لري.
د نړېوال کړکیچ د ګروپ یو کارپوه د یاردر تینان پوښتنه کوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه هغو ځوانانو ته چې غواړي خپلې هیلې او غوښتنې بیان کړي او پرته له دې چې د کار لپاره روسیې ته ولاړ شي په خپلو هېوادونو کې د اقتصادي فرصتونو په تمه دي څه ورکولای شي؟
د منځنۍ اسیا ګڼ کسان د نولسوه نوي کلونو راهیسي اسلامي ډلو سره یوځای کیدو لپاره افغانستان او پاکستان ته تلل. خو اکثر دوی به یواځې نارینه وو.
اوس سوریې او عراق ته اکثرځوانان او ښځې ان په ځینو مواردو کې کورنۍ له ټولو غړو سره ورغلي دي.
دیاردرتینان وايي، دغه کسان یواځې د اقتصادي لاملونه له کبله نه بلکه د یو پراخه هدف لپاره عراق او سوریې ته تللي.هغه وايي:
″دا هغه کسان دي چې واقعي دیني ارمانونه لري او دوی باور لري چې د یوه پراخ دیني پروګرام برخه دي چې یواځې وسله اخیستل او د پخوانیو مفاهیمو جنګ نه دی.
د دوی دغه هدف ښځې او کورنۍ او د منځني اسیا د خلکو یو پراخ قشرځانته جلب کړي.″
د نړېوال کړکیچ د ګروپ د رپوټ یوه اساسي نتیجه ګیري هم دا وه چې دغه خلک له اقتصادي وجهې نه بلکه د دیني اهدافو لپاره اسلامي دولت ډلې سره یوځای شوي.
د نړېوال کړکیچ ګروپ وايي، د منځنۍ اسیا څخه اکثر ازبکان اسلامي دولت ډلې ته ورغلي خو دیته هم اشاره کوي چې ازبکان په منځنۍ اسیا کې د نورو کامونو په نسبت ډیرنفوس لري او په روسیه کې هم د منځنۍ اسیا اکثره مسافر کاریګر دوی دي.
د ازادۍ راډیو خبریاله یووانا پراسزوک په دې نظرده چې ټولنیزو رسنیو هم سوریې ته د جنګیالو په ورتګ کې لوی رول لوبولی.هغه وايي:
″په سوریه کې قزاقي او ازبکي ډلې په ټولنیزو رسنیو کې ډیرې فعالې دي.
دوی له خلکو سره بحثونه هم کوي او پوښتنو ته یې ځوابونه هم وايي.
نوموړې زیاتوي چې دا ډیره اسانه ده چې یوکس سره چې په سوریه کې دی تماس ونیول سي او ترې پوښتنې وشي چې ژوند یې هلته څنګه دی.
خو برکس ترکمنان ځکه دومره فعال نه دي چې د ترکمنستان حکومت ټولنیزې رسنۍ او انټرنټ سخت کنترولوي.″
د نړېوال کړکیچ د ګروپ یو بل کارپوه نوح بونسي وايي، اسلامي دولت ډله د هغو ولسي خلکو تصویرونه خپروي چې وايي، په سوریه او عراق کې د دولتي ځواکونو له خوا وژل شوي.
د منځنۍ اسیا کسان هم د استبدادي رژیمونو په مقابل کې جنګ مشروع ګڼي او له اسلامي دولت ډلې سره همدردي څرګندوي.
د نړېوال کړکیچ ګروپ وايي، د منځنۍ اسیا اکثرکسان چې عراق او سوریې ته تللي احتمالا هلته وژل کیږي خو ځیني یي کیدای شي خپلو هېوادونو ته د ستنیدو هڅه وکړي چې دوی د نړۍ ګڼو هېوادونو ته اندیښنه رامنځته کوي او منځنۍ اسیا هم کومه استثنا نه ده.
دیاردرتینان د نړېوال کړکیچ د ګروپ کارپوه وايي، د منځنۍ اسیا امنیتي ادارې د تندلارو د تعقیب او مخنیوي پوره وسایل نه لري.
هغه وايي، چې قزاقستان او ازبکستان د هغو جنګیالو د تعقیب او نیولو لپاره چې له منځني ختیځ څخه دغو هېوادونو ته ستنیږي ډیر شدید تدابیر لري.
خو قرغزستان ته یې ستنیدل ځکه اسانه دي چې دغه هېواد یوه نسبتا آزاده ټولنه لري او ستانه شوي کسان څوک نه تعقیبوي.″
بله ستونزه دا ده چې د جنګ دسیمې څخه دستنیدونکو نارینه وو پیژندل کیدای شی آسانه وي خو دښځو او کوچنیانو پیژندل ګران دي.