په لیبیا کې د اسلامي دولت ډلې له خوا د ۲۱ تنو مصري عیسویانو له وژنې وروسته په زرګونو کسان پرون قاهرې ته نږدې د "ال اور" Al Our کلي کلیسا ته راټول شوي وو او د هغو بې وزلو قربانیانو په ویر کې شریک شول چې د کار لپاره لیبیا ته تللي وو؛ خو د داعش له خوا په ډیرې بې رحمۍ سره ووژل شول.
دا ۲۱ تنه مصری کاریګر د ډسمبر او جنورۍ میاشتو کې په لیبیا کې تښتول شوي وو او د سر پرې کولو زړه درودونکې ویدیو یې د یکشنبې په ورځ خپره شوه.
داعش د ۲۱ تنو سرونه پرې کړي چې ۱۳ تنه یې د "ال اور" د سیمې اوسیدونکي وو. د اسلامي دولت ډلې د دې ظالمانه عمل په غبرګون کې د مصر پوځ په لیبیا کې د هغوی پرسنګرونو هوایي حملې وکړې.
د دوشنبې په ورځ د ال اور کلي د کلیسا پر دېوالونو تورې لوحې لګول شوې وې؛ د بي بي مریمې تصویرونه په کې چاپ شوي وو چې له مصر نه غواړي راپورته دې شي او له داعش نه دې غچ واخلي.
د وژل شویو کسانو کورنۍ او خپلوان سخت په ویر او غم کي وو. د وژل شویو کسانو عکسونه د حضرت عیسي ( ع) د تصویرونو ترڅنګ ایښودل شوي وو. په کلیسا کې تابوتونه نه ترسترګو کېدل او داځکه چې داعش له قربانیانو نه د سرونو پرې کولو پرمهال هغوی ته نارنجی رنګه جامې په تن کړې وې او جسدونه یې مصر ته نه دي ورکړي.
د نړۍ د ستر دینې مرکز الازهر مشر چې د اسلامي دولت ډلې له خوا یې دا ډول وژنې غندلي؛ هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.
په مراسمو کې ګډونوال سخت خپه او ماڼیجن وو او دا ځکه چې بې وزله کاریګر چې خپلو کورنیو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د ګټلو په مقصد لبیا ته تللي وو؛ د داعش له دې ډول ظلم او وحشت سره مخامخ شول.
د "ال اور" کلیسا ملا په مراسمو کې وویل؛ هغوی انسانان نه دي، هغوی شیطانان دي، هغوی هغه بې دفاع او ملکي خلک ووژل چې د خپلو کورنیو لپاره یې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په مقصد کار کاوه.
د داعش له خوا د مصري عیسویانو د سر پرې کوونې ویدیو له خپرېدو وروسته د مصر پوځ په لیبیا کې د اسلامي دولت د وسله والو پرهدفونو بمبارۍ پیل کړې او د پوځ یو ویاند وویل؛ په حملو کې یې د وسله والو روزنځایونه او وسله تونونه په نښه کړي دي.