د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۱

امریکا به له اردن سره د داعش د ځپلو لپاره هر راز پوځي مرسته وکړي


د اسلامي دولت د یاغي ډلې له لوري د اردني پیلوټ معاذ کساسبه له سوځولو وروسته نړېوالو پراخ عکس العمل څرګند کړ.

یو شمېرهېوادو دا پیښه وغندله او ځینو د غندلو ترڅنګ د اسلامي دولت د ډلې پرضد له مبارزې سره د مرستې خبره وکړه.

د امریکا استازیو جرګه غواړي چې هغه لایحه تصویب کړي چې له مخې یې د اردن له لوري د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ځپلو لپاره له اردن سره هر راز پوځي مرسته کیږي.

د ډیموکرات ګوند سناتورجومنچین وایي، د اردن پاچا دوهم عبداله چې له داعش سره د مبارزې لپاره هرډول پوځي امکانات او تجهیزات غواړي باید ورکړل شي.

د امریکا د پوځي خدماتو د کمیټې مشرجان مککین هم ورته خبره کړې ده، ده ویلي دي چې هیله لري چې کانګرس ژرتر ژره هغه لایحه تصویب کړي چې په کې له اردن سره د پوځي مرستو د زیاتیدو غوښتنه شوې ده.

په دې ترڅ کې د امریکا دفاع وزارت ته نومول شوی، اشتون کارتر وایي، په عراق او سوریه کې به د داعش ډلې پرضد مبارزه دوام وکړي.

کارترد چهارشنبې په ورځ د امریکا مشرانو جرګې ته د خبرو پرمهال وویل، هرډول چې کیږي د اسلامي دولت یاغي ډله باید ماته وخوري:

″په عراق کې چې کوم ځواکونه دوی ته شکست ورکوي، هغه د عراق امنیتي ځواکونه دي.

زموږ بیا ستراتیژي دا ده چې هغوی تقویه کړو څو دا وړتیا پیدا کړي.

د سوریې لورته موږ هڅه کوو چې داسې ځواکونه چمتو کړو چې دوی له ماتې سره مخامخ کړي، چې دا به د سوریې د منځ لارو ځواکونو او سیمه ییزو ځواکونو یو ترکیب وي.″

له اردن سره د هرراز پوځي مرستو د چمتووالي خبره وروسته تردې په امریکا کې یاده شوه چې د امان حکومت د معاذ کساسبه له سوځولو وروسته دوه مشکوک ترورستان اعدام کړل. په دغو کې یوه ساجده ریشاوي وه چې داعش د معاذ په بدل کې د هغې د خوشي کیدو غوښتنه کوله.

د وژل شوي اردني پیلوټ پلارصافي کساسبه د اردن پر حکومت غږ وکړ چې د ده د زوی غچ واخلي:

″لومړی خو زه معاذ د خدای د لارې شهید ګڼم، ان شا اله له ښو خلکو، شهیدانو او پیغمبرانو سره به په جنت کې وي که خدای کول.

خدای دې صبر راکړي، له خدایه مرسته غواړم او د اردن له حکومته غواړم چې د معاذ د وینې انتقام واخلي.″

له اردنه بهرد بېلابېلوهېوادو مشرانو د معاذ کساسبه پرسوځولو خواشیني څرګنده کړې ده او دا یې یو ناوړه اقدام بللی دی.

د امریکا د ولسمشربارک اوباما سربیره، د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون دا پیښه غندلی او ویلي یې دي چې زموږ مرستې به د اسلامي دولت د ډلې د ځپلو لپاره دوام وکړي.

د فلسطیني ادارې مشرمحمود عباس د اردن د حکومت او خلکو په غم کې ځان شریک ګڼلی او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو بیا ایران هم د اسلامي دولت د ډلې په څیر د سیمې او نړۍ لپاره خطرناکه بللی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اردني پیلوټ ژوندي سوځول غندلي او دا یې د نه منلو وړ بللي دي.

اوس به معلومه شي چې اردن د اسلامي دولت له ډلې څه ډول غچ اخلي په تیره بیا چې د سیمې او نړۍ پیاوړي هیوادونه یې هم څنګ ته دریدلي دي.

XS
SM
MD
LG