د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي د اروپا او شمالي امریکا له ځوانانو غوښتي دي چې د اسلام په اړه د لویديځو رسنیو د راپورونو له مخې قضاوت ونه کړي؛ بلکې په خپله دې په دې اړه مطالعه وکړي.
خامنه یي په یوه بېساري لیک کې چې په روانه اونۍ کې خپور شو؛ ویلي چې په فرانسه او د نړۍ په ځینو نورو برخو کې د وروستیو تحولاتو په دوام دی غواړي چې د لویدیځ ځوانانو ته په مستقیم ډول خطاب وکړي.
خامنه يي وايي، زه تاسو ته په دې خاطر خطاب نه کوم چې میندې پلرونه مو له پامه غورځوم: بلکې په دې خاطر چې ستاسو د هېوادونو راتلونکې به ستاسو په لاسونو کې وي.
د خامنه یي دا لیک په هغه ویبپاڼه کې خپور شوی چې د ده ویناوې او لیکنې خپروي.
روانه میاشت په فرانسه کې د شارلي ابدو Charlie Hebdo د طنزي خپرونې پر دفتر او وروسته په یوه مارکېټ کې خونړیو تروریستي حملو په ځینو لویدیځو هېوادو کې د اسلام ضد احساساتو د پارېدو وېره رامینځ ته کړې.
د شارلي ابدو په یو وروستۍ ګڼه کې د اسلام د پیغمبر د کارتون بیا خپرولو د ایران په ګډون په اسلامي هېوادونو کې د خلکو پراخ غبرګونه وپارول.
خامنه یي په خپل لیک کې چې په انګلیسي؛ فرانسوي، جرمني او نورو ژبو خپور شوی ادعا کړې چې په لویدیځ کې د اسلام په اړه حقایق تحریف شوي دي.
دی زیاتوي چې د لویدیځ ځوانان باید هڅه وکړي چې د اسلام په اړه د اسلام له اصلي سرچینې یعنې قرآنکریم او د پیغمبر حضرت محمد (ص) څخه زده کړه وکړي. د خامنه یي په وینا د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته په تېرو نژدې دوو لسیزو کې ډېرې هڅې وشوې چې دې ستر دین ته د وېروونکي دښمن بڼه ورکړل شي.
خامنه یي چې پر امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو سخت بدګومانه دی پوښتنه کوي چې ولې د نړۍ قدرتونه غواړي اسلامي عقاید په حاشیه کې او له نظره پټ وساتي.
نوموړی همداراز پوښتنه کوي چې کوم اسلامي مفاهیم او ارزښتونه د سترو قدرتونو پروګرامونه اخلالوي او د اسلام د تصویر په منحرفولو کې د دوی کومې ګټې نغښتې دي؟
خامنه يي لیکې، دی ټینګار نه کوي چې لویدیځ ځوانان دې د اسلام په اړه د ده یا د نورو تعبیرونه ومني بلکې دی غواړي چې ځوانان دې نه پرېږدي چې د اوسنۍ نړۍ جریانات او ورځني حقایق دوی ته د کینې او مخکې جوړ شوي قضاوت په وسیله وروپېژندل شي. خامنه يي لیکي، مه پرېږدئ هغه تروریستان چې دوی خپله استخدام کړي دي په ریاکارۍ سره د اسلام د استازو په توګه معرفي شي.
د خامنه يي لیک د ایران په دولتي رسنیو او ټولنیزو شبکو کې چې ګومان کېږي د خامنه یي تبلیغاتي کړۍ به وي پراخ انعکاس کړی. خو په دې اړه منفي نظریات هم کم نه دي.
د ایران د چارو کارپوه کریم سجادپور وايي چې د خامنه یي لیک پر خپل ځان د ده د غیرمعمول ډاډ او د نړۍ په اړه له تعصبه د ډک نظر څرګندونه کوي.
ښاغلي سجادپور آزادۍ راډیو ته وویل، ۷۵ کلن خامنه یي چې وروستی ځل نژدې دېرش کاله مخکې له ایران څخه بهر ته تللی احساس کوي چې دی د شمالي امریکا او لویدیځې اروپا د ځوانانو د ستونزو له عواملو خبر دی.