د بحرانونو د څیړنې نړېواله ډله په یوه رپوټ کې وايي، د منځنۍ اسیا وسله وال چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نوم ډلې سره یوځای شوي، د دې سیمې هېوادونو ته جدي خطر پيښولای شي.
دا رپوټ د [په منځنۍ اسیا کې افراطيت] ترسرلیک لاندې، په شپاړسو مخونو کې خپور شوی او وايي چې د منځنۍ اسیا دولتونو تراوسه له دې وسله والې ډلې سره د خپلو وګړو د یوځای کېدو د علت د موندلو لپاره کم کار کړی دی.
د بحرانونو د څيړنې نړېوالې ډلې پرون [سې شنبې] په دې رپوټ کې ویلي چې له منځنۍ اسیا د دوو او څلورو زرو ترمنځ افراطي ښځې او نارینه عراق او سوریې ته تللي دي.
په دې نړېواله اداره کې د اسیايي هیوادو مسول دردري تینان، ازادي راډیو ته وویل چې د اسلامي دولت په نوم وسله والو ته د افغانستان او پاکستان په پرتله په منځنۍ اسیا کې د خلکو جلب و جذب اسان دی. دردري تینان زیاته کړه:
″دا سیمه په شدت د سیاسي او ټولنیز تغیر لپاره تږې ده. هغه خلک چې د اسلامي دولت په نوم وسله والو ته ورځي کومه ځانګړتیا نه لري، په هغوي کې بډای، غریب، ځوانان، سپیږیري، ښځې او نارینه ټول شاملیږي.″
رپوټونه وايي چې د منځنۍ اسیا تر نورو هېوادونو د ازبکستان زیات وګړي د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې ته ورغلي او ویل کېږي چې شمېر يې ښايي دوه نیم زره کسانو ته رسیږي.
ویل کېږي چې دې ډلې ته د ترکمنستان، تاجکستان، قزغزستان او قزاقستان خلک هم ور جذب شوي دي.
د بحرانونو د څيړنې په نړېواله اداره کې د اسیايي هېوادو مسول دردري تینان، وايي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه لاهم وخت لري چې له دې ستونزې سره بریالۍ مبارزه وکړي. دردري تینان بیا هم وايي:
″دا هېوادونه باید خپل قوانین عملي کړي او د خپلو امنیتي ستراتیژیو موثریت هم وڅيړي.
دا هېوادونه باید په خپلو کې د پولیسو همکاري زیاته کړي او له نړېوالو هېوادو ګډ کار وکړي ځکه یوازې د ویب پاڼو بندول د اسیايي هېوادونو امنیت نه شي ټینګولای.″