د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۷

امريکا: ايران په عراق کې پر داعش حملې کړي


کربي
کربي

د امريکا دفاع وزارت وايي داسې شواهد لري چې ښيي ايران په عراق کې د اسلامي دولت ډلې پر وسلوالو هوايي حملې کړي، خو د ايران يوه عالي رتبه چارواکي دغه ادعا رد کړه.

د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون وياند جان کربي پرون وويل، داسې نښې نښانې شته چې ښيي ايران په وروستيو ورځو کې د عراق په ختيځ کې هوايي حملې کړې دي.

ده هغه راپورونه رد کړل چې په کې ويل شوي وو، ايران داسې کومه حمله نه ده کړې:

”ما هغه راپورونه کتلي دي، چې رښتيا نه دي. د ايران الوتکو په تېرو څو ورځو کې د عراق په ختيځ کې د اسلامي دولت ډلې د اهدافو د ويشتلو لپاره ګڼې حملې کړې دي“

خو يوه ايراني چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط رويټرز اژانس ته وويل چې ايران په عراق کې د داعش يا اسلامي دولت ډلې په وړاندې په هېڅ هوايي حمله کې لاس نه لري.

د دې ايراني چارواکي په خبره په دغسې هوايي حملو کې له امريکا سره د ايران همکاري ممکنه نه ده.

د ايران او امريکا له خوا دغه ضد و نقيضې څرګندونې وروسته له هغو راپورونو کېږي، چې په کې ويل شوي، د ايران جټ الوتکو د عراق په ختيځ دياله ولايت کې د اسلامي دولت ډلې وسلوال په نښه کړي دي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند کربي وويل، داسې نښې شته چې ښيي په تېرو څو ورځو کې ايران رښتيا هم د هوايي حملو لپاره د ايف-٤ فانټومز ډوله الوتکو پروازونه کړي دي.

د ده په خبره امريکا په دې عقيده ده چې تهران د لومړي ځل لپاره په عراق کې د ځينو اهدافو د ويشتلو لپاره پېلوټ لرونکې الوتکې کارولې دي.

ايران د امريکا ساخت F-4 فانټومز ډوله جټ الوتکې په ١٩٧٩م کال کې تر اسلامي انقلاب مخکې له امريکا رانيولې دي.

د عراق صدراعظم حيدر البعادي چې د اسلامي دولت پرضد د امريکا په مشرۍ د ائتلاف په غونډه کې د ګډون لپاره په بروکسل کې دى، نن وويل چې د کومې هوايي حملې په اړه معلومات نه لري.

XS
SM
MD
LG