د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

د اسټرالیایي کرکټر "فیلیپ هیوز" مړینه کرکټ ته ستره ضایعه


د لوبو له میدانه په اوسني سپورټي پروګرام کې په مهمو سپورټي خبرونو سربېره د اسټرالیا د یوه ځوان لوبغاړي فلیپ جایل هیوز د مړینې په اړه ځانګړی راپور اورئ.

د اسټرالیا د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو پيلونکي بیټسمین فیلیپ جایل هیوز د پنځه ویشتو کلونو په عمر تېره پنجشنبه د سیډني په وینسینټ روغتون کې ساه ورکړه.

دی تېره سه شنبه د جنوبي اسټرالیا د ټیم لپاره د لوبې پر مهال د نیو ساوټ والز د تېز بالر "شان اباټ" په بال ولګید او سمدستي په ځمکه ولوید.

د اسټرالیا د ټیم ډاکټر پیټربراکنر د هیوز د مړینې دلایل دا وړاندې کوي:

"لکه څنګه چې پوهیږئ فیلیپ تېره سه شنبه د سیډني په ګرونډ کې په غاړه د کرکټ په یوه بال ولګیده. په هماغه شیبه ودرید، خو بیا په ځمکه ولوید. فیلیپ په غاړه لګیدلی و چې له امله یې مغزو ته د وینې رسونکی شریان ضربه لیدلې وه. همدا ضربه د دې لامل شوه چې شریان کار ونه کړي او د ډېرې ضربې له امله وچوي. د شریان د څېرې کیدو له امله یې ډېره وینه ضایع کړه."

فیلیپ هیوز د مرګي له لاسه د خپلې شپږویشت کلنۍ زوکړې جشن ونه شو لمانځلی.

دی د نومبر په دېرشمه پوره شپږویشت کلن کیده.

د هیوز مړینې د اسټرالیا او د ټولو هیوادونو کرکټ لوبغاړي او ځوانان خواشیني کړل.

د اسټرالیا د ټیم کپټان مایکل کلارک چې ډېر کله یې له فیلیپ هیوز سره لوبه کړې وه؛ وویل چې نړۍ د خپلو ښو زامنو له ډلې یو له لاسه ورکړ:

"موږ سخت خپه یو. هغه په خپل کورني کرکټ کې لوبیده. هیوزي له خپلو ملګرو سره د کرکټ کولو تر ټولو خوشحاله وخت تیراوو. کله به یې چې ویل له نورو هلکانو سره لوبه د خپل هیواد لپاره لوبه کوو دا به ټولو ته یادیږي. موږ به یې تل خندانه څېره او روښانه سترګې یادوو او ورپسې خپه به یو. نړۍ نن یو له ښو زامنو نه له لاسه ورکړ او زموږ ټولو اوښکې یې وبهولې."

فیلیپ هیوز په ۲۰۰۹ کال کې د فبرورۍ په ۲۶ د اسټرالیا لپاره لومړی ټیست لوبه وکړه.

د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ په یوولسمه یې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو پیل وکړ.

ده په ۳۶ ټیسټ لوبو کې څه باندې یو نیم زرمنډې کړې وې درې سلیزې او اوو پنځوسیزې یې جوړې کړې وې.

په یو ورځنیو لوبو کې یې هم پنځه ویشت سیالۍ اسټرالیا ته کړې وې چې ۸۲۶ منډې یې جوړې کړې وې او دوه سلیزې او څلور پنځوسیزې یې په کارنامه کې شاملې دي.

هیوز ډېر وخت لومړی درجه لوبې او داخلي لوبې کړي په مقدماتي لوبو کې یې ۹۰۲۳ منډې جوړې کړي چې ۲۶ سلیزې او ۴۶ پنځوسیزې یې د قدر وړ دي.

اخوا د اسټرالیا د ټيم پخواني تیز بالر "بریټ لي" په دې ځوانۍ کې د هیوز مړینه د اسټرالیا لپاره ضایعه وبلله او ویې ویل چې هیوز ډېره روښانه راتلونکې په مخکې درلوده.

"کله چې ورته حیرانونکې غمجنې پيښې کیږي؛ نو د فیلیپ په اړه به فکر کوو. پنځه ویشت کلن و ډېره روښانه راتلونکې یې مخته درلوده. تل یې ښه لوبه کوله. د همدې لپاره ټول لوبغاړي پرې غمجن او خواشیني دي. بلې خوا ته بل کس چې ډېر به غمجن او حیرانه وي هغه شان اباټ دی چې په بال باندې یې هیوز ویشتلی دی."

فیلیپ هیوز د نیو ساوټ والز په ماک ویل سیمه کې اوسیده.

مور یې ویرجینا او پلار یې ګریګ نومیده.

د اسټرالیا د ټیم کپټان مایکل کلارک وايي؛ د اسټرالیا د کرکټ له ادارې یې وغوښتل چې د هیوز د کورنۍ او د هغه د مړینې د درناوي په خاطر دې د هغه کمیس د تل لپاره د اسټرالیا له کرکټ نه تقاعد کړي.

"ما د هیوز له کورنۍ سره وعده وکړه چې د هغه د یاد د درنښت لپاره به څه چې زموږ په توان کې وي؛ هیڅ هڅه ونه سپموم. د اسټرالیا د کرکټ ادارې نه مې وغوښتل چې د فیلیپ هیوز د یو ورځنیو نړیوالو لوبو کمیس چې ۶۴ شمیره لري تقاعد کړي؛ هغوی دا خبره ومنله او دا کار موږ ته ډېر ارزښت لري. د زده کړې لپاره د هیوز عادت به موږ ټول د ژوند تر پایه یاد ساتو.

زه غواړم ټولو ته کور ودانی ووایم چې د هیوز د مړینې او دې غمجنو ورځو کې له موږ سره مل پاتې شول."

د هیوز په مړینې باندې د نړۍ ټولو لوبغاړو سخته خواشیني وښوده.

د هغه د مړینې د درناوي لپاره په دې ورځ اکثر نړیوالې لوبې بلې ورځې ته وځنډیدې.

د افغانستان کرکټ بورډ هم د هیوز مړینه د کرکټ د نړۍ او اسټرالیا لپاره ستره ضایعه وبلله.

د دغه بورډ مرستیال عزیزالله فضلي په دې اړه داسې وویل:

"زموږ لپاره هم دا خواشینونکی خبر و. دغه لوبغاړي د اسټرالیا په کرکټ ملي لوبډله کې ډېر یو ښه ځای درلود. خصوصاً د بیټینګ په شعبه کې د اسټرالیا کرکټ بورډ په فیلیپ باندې ډېر حساب کاوه. بله خبره دا وه چې دی ځوان و. په هر حال زه د کرکټ بورډ په نمایندګي د اسټرالیا کرکټ بورډ او د ده فامیل ته تسلي وایم؛ دا د سپورټ نړۍ ته فرق نه کوي چې څوک څوک دی څوک د کوم ځای دی."

ښاغلي فضلي وویل، د یوه لوبغاړي ټپي کیدل او یا مړینه ټول ټیم ته ډېره سخته تمامیږي.

ده وویل، کله چې افغان لوبغاړی حمید حسن په یوه لوبه کې د انګلستان په وړاندې ژوبل شو او له هغې وروسته د څه مودې لپاره له لوبو پاتې شو؛ نه یواځې کرکټ بورډ بلکې ټولو افغانانو د هغه کمی احساساوو.

ښاغلی فضلي وايي، د دې لپاره چې د کرکټ په برخه کې اسانتیاوې راشي؛ ښه ده چې ځینو کارونو ته د کرکټ نړیواله شورا پام وکړي.

د کرکټ په تاریخ کې نږدې سل لوبغاړي د لوبو پر مهال ټپیان شوي چې له ډلې یې شاوخوا لسو تنو په روغتونونو کې ساه ورکړې ده.

د هیوز له مړینې دوه ورځې وروسته د اسراییلو په اشداد کې د لوبې پر مهال یو امپایر د بال په لګیدو سره مړ شو.

د دغه امپایر او هیوز له مړینې وروسته د کرکټ نړیوالو مبصرینو د کرکټ د خونديتوب په برخه کې اندیښنې څرګندې کړي؛ خو تر اوسه پورې د لوبو پر مهال د لوبغاړو د ژوند د لا خوندي کولو په برخه کې د کرکټ نړیوالې شورا کومه پریکړه نه ده کړې.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG