ایراني چارواکو تایید کړه چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې د ۲۰۱۵ کال د جولای د میاشتې ترلومړۍ نیټي پورې وغزول شوې.
دغه خبرد ایران دولتی خبري اژانس ایرناورکړی. د لویدیځو خبري آژانسونو د راپورونو له مخې بریتانیا وایي، مرکچیان به هڅه وکړي چې په دریو میاشتو کې یوه هر اړخیز توافق ته ورسږي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزیرسرګې لاوروف له قوله ویل شوي چې دی تمه کوي چې د ایران د اټومي خبرو ګډونوال به په دریو میاشتو کې د ټولو اساسی مسولوپه اړه یوه موافقه ترلاسه کړي.
د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونود بهرنیو چارو وزیرانو نن مخکې له دې چې د ایران د اټومی پروګرام په اړه وروستی ضرب الاجل پای ته ورسیږي، د خبرو بل پړاو په وینا کې پیل کړ.
د روانو خبرو په اړه مخکې یوشمیرسرچینو ویلی چې ښایی د بهرنیو چارو وزیران د ایران د اټومي پروګرام په اړه نهایی موافقه چې ټاکلی ضرب الاجل یې نن شپه په سیمه ییزوخت په دولسو بجو پای ته رسیږي، ترلاسه نشي کړی او خبرې به وغزول شي او راتلونکې میاشت به یې له سره پیل کړي.
د فرانسپرس خبری اژانس په ویانا کې د یوه لویدیځ ډیپلومات له قوله چې نوم یی ندی څرګند شوی وایي، روانه اونۍ په خبروکې پرمختګ ته په پام سره خبری به دوام وکړی او د متخصیصونو او مرکچې ډلو ترمنځ به په ډسمبرکې بیا پیل شی.
د دغی منبع په حواله د راتلونکو خبرو لپاره تراوسه ځای ندی مشخص شوی.
رویترز خبری اژانس په ویانا کې د یوی منبع په حواله وایي چې اټومي خبری به نن وځنډول شي او راتلونکې میاشت به احتمالا په عمان کې بیا پیل شي.
دغه منبع چې نوم یې ندی څرګند شوی ویلی چې ایران د دې تمه نه لرله چې په اوس وخت کې به پرې لګول شوي بندیزونه لیری شي.
وروسته له هغې چې یوکال مخکې ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو، متحده ایالاتو، فرانسې، بریتانیا، چین، جرمنی او روسیې له تهران سره موقتي موافقه لاسلیک کړه، یوې هراخیزې موافقې ته درسیدو لپاره چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د لویدیځ شکونه لیرې کړي، دواړو لوروخبرو ته دوام ورکړی.
لویدیځ شک کوي چې ایران په پټه د اټومي وسلو د تولید لټه کوي خو تهران دغه ادعا ردوي.
د ایران او د نړی د قدرتونو ترمنځ یوه موافقه به هغه کړکیچ پای ته ورسوی چې له څه باندې یوې لسیزې یې دوام کړی او په منځني ختیځ کې د شخړو یوه اصلي منبع ګڼل کیږي. د غه کړکیچ دغه راز له ۱۹۷۹ کال د ایران د اسلامي انقلاب راهیسې له لویدیځ سره د لسیزو دښمنۍ په ترڅ کې ایران په سیمه کې نورهم منزوي کړی دی.
اسراییل او سعودي عربستان چې له ایران سره زړه دښمني لري، له دې ویره لري چې ممکن له ایران سره داسې یوه موافقه ترلاسه شي چې د تهران د اټومي پروګرام د پراختیا په مخنیوي کې پاتی راشي.
د امریکا د کانګرس یوشمیرغړیو هم خبرداری ورکړی چې که په خبرو کې د پام وړپرمختګ ونشي، پرایران به نوي بندیزونه ولګوي.