د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

"پاکستان به د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته جاري وساتي"


پاکستان به په افغانستان کې د افغانانو تر مشرۍ او رهبرۍ لاندې ددې هېواد دسولې له پروسې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. پاکستان له افغانستان سره پراخې سوداګريزې اړيکي غواړي او په دې لړ کې به خپلې هڅې جاري وساتي.

دغه خبرې د پاکستان صدراعظم نواز شريف په اسلام اباد کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر کتنې وروسته په يوې ګډې خبري غونډې کې د وينا پر مهال وکړې.

ولسمشر غني چې د جمعې په ورځ د يوه جګپوړي پلاوي په ملتيا د پاکستان په دوه ورځني سفر د دې هېواد پايتخت اسلام اباد ته راغلى؛ د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د د پاکستان له صدراعظم نواز شريف سره وکتل.

نواز شريف زياته کړه چې افغانستان او پاکستان دواړه هېوادونه ګډ کلتوري؛ اقتصادي او تاريخي اړيکي لري؛ زموږ غم ښادۍ سره شريکې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېرى نه شلېدونکي اړيکي موجودې دي:

"پاکستان او افغانستان دواړه هېوادونه ځانګړي اړيکي لري؛ په موږ د يوه ګډ تاريخ په تار تړلي يو؛ زموږ غم ښادي او امنيت له يو بل سره تړلى دى. موږ له افغانستان سره د يوه نژدې او ګاونډي هېواد اړيکي غواړو او په سيمه کې به د امنيت لپاره په ګډه خپلو هڅو ته دوام ورکړو.

زه يو ځل بيا پر دې خبرې ټينګار کوم چې يو سوله ييز؛ يو موټى او باثباته افغانستان تر هر چا زيات د پاکستان په ګټه دى. زه يو ځل بيا وايم چې موږ د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې د پروسې مرسته کوو او همداراز يو ځل بيا يې تکراروم چې د دواړو هېوادنو اقتصاد سره تړلى دى او بايد د ودې لپاره يې ګډې هڅې وشي."

نوموړي همداراز وويل چې د ټاپي د ګازو نلليکه به په سيمه کې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړيکي لا پراخې کړي او په سيمه کې به اقتصادي خوشحالي راولي.

ولشمر غني خبري غونډې ته وينا پر مهال وويل چې له پاکستاني لوري سره يې په تېرو درېیو ورځو کې په ډېرو سترو مهمو موضوعاتو خبرې کړي او هڅه يې کړې چې په خپلمنځيو همکاريو کې کوم خنډونه دي؛ هغه له منځه يوسي.

"افغان ولسمشر وويل، پاکستان او افغانستان بايد وپوهېږي چې د دواړو هېوادونو امنيت سره تړلى دى:

"په دې کې هېڅ شک نشته چې په پاکستان کې ناکراري افغانستان ناکراروي؛ همداراز په افغانستان کې به ناامني هرور پاکستان ناامنه کوي؛ ځکه چې د دواړو امنيت سره تړلى دى. زموږ ګډې هڅې او عمل به په دې سيمه کې د ترورېزم د مخنيوي او سولې او ثبات لپاره پرله پسې هڅې به د دواړو هېوادونو د ولسونو لپاره ښې پايلې ولري."

نوموړي همداراز زياته کړه چې پاکستان ته يې په خپل سفر کې ډېرې اقتصادي معاهدې لاسليک کړي چې له مخې بۀ يې د دواړو هېوادونو ولسونو ته ګټه ورسېږي.

ولسمشر غني همداراز زياته کړه؛ زه نن خوشحاله يم چې منځنۍ اسيا له جنوبي اسيا سره له اقتصادي پلوه نښلوم او تمه لرم چې دا هڅې به روانې وي.

ولسمشر غني همداراز د پاکستان صدراعظم نواز شريف ته د کابل د سفر بلنه هم ورکړه او ويې ويل، چې په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د خپلمنځي همکاريو او اړيکيو خبرې وشي.

تر دې مخکې د خپل سفر په لومړى ورځ؛ د پاکستان د ولسمشر په ګډون د دې هېواد له جګپوړو پوځي او سياسي مشرانو سره کتلي او په سيمه ييز وضعيت يې ورسره خبرې کړي.

ولسمشر غني د صدراعظم مانۍ ته تر رسېدو وروسته؛ لومړى له نواز شريف سره د بندو درواز تر شاه يو په يو وليدل او بيا يې د خپل پلاوي په ملتيا له پاکستاني پلاوي سره وليدل چې د سيمې پر اقتصادي ودې او دوه اړخيزو همکاريو يې خبرې وکړې.

دواړه لوري افغانستان او پاکستان په دې سلا شوي دي چې خپله خاوره به د يو بل پر ضد نه کاروي او هغو خلکو ته به اجازه ورنه کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې اعتمادي رامنځته کړي.

تر دې مخکې افغان ولسمشر په اسلام اباد کې د پاکستان د يو شمېر سياسي ګوندونو له مشرانو سره وليدل او له هغوى سره يې په دوه اړخيزو اړيکيو او همکاريو خبرې وکړې.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG