د ولسي جرګې یو شمېرغړي هیله څرګندوي چې په نوي کابینې کې باید د ښځو لپاره مهم وزارتونه په پام کې و نیول شي.
د دغې جرګې غړې شکریې بارکزۍ ازادۍ راډيوته وویل چې، په اوسني کابینې کې د ښځو ونډه کافي نه ده.
په همدې حال د ښځو د چارو فعالانې وایې، نوی افغان حکومت باید د رهبرۍ په برخه کې د میرمنو د ونډې د زیاتیدو لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.
په داسې حال کې چې ټاکل شوې افغان ولسمشر تر راتلونکو دوو اونیو پورې نوې کابینه معرفي کړي، د ملي شورا یوشمېرغړي وایې دا وار باید په راتلونکي کابینې کې ښځو ته مهم وزارتونه ورکړل شي.
د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ د یکشنبې به ورځ ازادۍ راډیوته وویل چې، د دې ترڅنګ باید د ښځو وړتیا او ژمنتیا هم په پام کې ونیول شي.
میرمن بارکزۍ وایې، که څه هم دا کاربه ستونزمن وي، خو تمه یې څرګنده کړه چې افغان ولسمشرد دې لپاره سیاسي ژمنتیا لري:
″زما هیله دا ده چې، زموږ پیاوړي ښځې په پياوړو وزارت خانو کې ونیول شي.
هغوی خدمات وړاندې کړي او په افغانستان کې یوه نوې صفحه پرانستل شي.
زه پوهیږمه چې دې هدف ته د رسیدو لپاره مشکلات ډير دي، مګر د ولسمشرله خوا سیاسي تعهد شته.″
نوموړې وایې، لږترلږه باید په راتلونکې کابینې کې د ښځو لپاره پنځه وزارتونه په پام کې ونیول شي.
په همدې حال کې ولسمشرمحمد اشرف غني د شنبې په ورځ د ښځو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د امریکا د یوې سترې پروژې د پرانیستلو په غونډه کې وویل، چې نوی حکومت په بېلابېلو برخوکې د ښځو د فعالیتونو زیاتولو ته ژمن دی.
ولسمشر وویل؛ حکومت د ښځو په برخه کې تیردیارلس کلن پرمختګونه ستایي؛ خو د هغې کمیت کافي نه بولي.
په ورته وخت کې د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي ازادۍ راډیو ته وویل، ولسمشربه د دوو اونیو په جریان کې نوې کابینه اعلان کړي او دا مهال د کابینې د جوړولوپه کمیسیون کې بحثونه د وزارتونو د خدمتونو د څرنګوالي او خلکو ته یې د ګټو پر سر روان دي.
د ښځو د چارو فعالانې هم په دې باوردي چې د رهبرۍ په برخه کې د ښځو ګډون یو ښه ګام دی او نوی حکومت باید په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
د ښځو د چارو فعالې ثریا پرلیکا له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې خپله غوښتنه داسې مطرح کړله:
″هرڅومره چې موږ د ښځو د وړتیاوو د لوړولو لپاره هڅې وکړو، هر څومره چې په بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو برخو کې د دوي پوهه لوړه کړو، هغومره دا کار ګټور دی.
د رهبرۍ په سطح د ښځو ګډون ډيرمهم دی. لکه څنګه چې نوي حکومت ژمنه کړې، دا لازمه ده چې د رهبرۍ لپاره د ښځو د وړتیاوو د لوړولو په خاطر اساسي کارونه وشي. خو ژمنتیا، وړتیا او وطن پالنه او صداقت هم باید په پام کې و نیول شي.″
ویل کیږي چې دا مهال د افغانستان په کابینې او ملي شورا کې د ښځو ونډه پنځه ویشت سلنه ده.
خوپه خپله ښځې دا اندازه کافي نه بولي او وایې چې ښځوته باید په نوي کابینې کې په کلیدي وزارتونو کې د کار کولو فرصت ورکړل شي.