د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر چمتووالی روان دی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي؛ سوله د افغانستان د خلکو اړتیا ده او دوی له بیلابیلو لارو غواړي په هیواد کې د دایمي سولې ټینګښت ته زمینه برابره کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، پاکستان ته یې د یو کاري سفر چمتوالی روان دی او د افغانستان په سوله کې به د دې هیواد د همکارۍ اندازه په راتلونکو اونیو کې څرګنده شي.

”پاکستان ته زما د کار سفر د زمینې برابرولو ته چمتوالی روان دی او موږ غواړو چې لنډمهاله؛ منځمهاله او اوږد مهاله اقدامات د یو منسجم کاري پلان دننه ترسره شي.“

د نوموړي په وینا، افغانستان ته د پاکستان د حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي راغلي او ځینې نور به هم راشي.

اشرف غني چې د سعودي عربستان او چین له سفرونو وروسته یې د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته څرګندونې کولې؛ وویل، سوله اسانه کار نه دی خو اجباري ده.

نوموړي د اسیا د زړه کنفرانسونو په لړ کې په پیکینګ کې د دې کانفرانس جوړېدو ته په اشارې د افغانستان په سوله کې د چین د ونډې په اړه وویل:

”درېيم کنفرانس چين کې داير شو او د چين ګډون او ميلمه پالنه دې کنفرانس کې خورا ډير اهميت لري. ځکه د دې کنفرانس په اساس باندې؛ چين به انشاءالله تعالی افغانستان ته د سولې په راوړلو کې عملي او مهم اقدامات وکړي.“

ده دا غونډه د بین الافغاني سولې لپاره یو ګټور اقدام وباله او ټینګار یې وکړ چې په کنفرانس کې یاد شوې مسایل به په عملي توګه هم تعقیب کړي.

ولسمشر غني په چین او سعودي عربستان سربیره؛ د ترکیې، بریتانیا، عربي متحده اماراتو، قطر او نورو یادونه وکړه چې افغانستان ورسره د سولې په بهیر خبرې کړې او د ده په وینا په دې برخه کې به له افغانستان سره همکاري کوي.

ولسمشر غني له ګاونډیو هیوادونو سره په ښه ګاونډیتوب ټینګار وکړ او ویې ویل، افغانستان به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د یو بل دولت او یا نړیوال مشروع بنسټ پر خلاف کار واخلي او هیله ده چې زموږ ګاونډیان او ملګري هم همدا اصل په پام کې ونیسي.

اشرف غني په خپلو څرګندونو کې یو واربیا وسله والو طالبان سیاسي مخالفان وبلل او ویې ویل؛ هر څوک چې له نظام سره ستونزه ولري؛ سیاسي مخالفت لري چې په وسله وال مخالفت بدلیږي. نوموړې زیاته کړه په افغانستان تر درې لسیزو زیاته جګړه د دې څرګندوی ده چې بیلابیل نظریات او مخالفتونه شته دی.

څارونکی وايي، چین چې د پاکستان نژدې دوست او له دې هیودا سره ټینګې اړیکې لري؛ که هڅه وکړي کولای شي؛ د افغانستان په سوله کې مهمه ونډه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG