د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۵

د تهران او اسلام اباد ترمنځ کړکیچ زیات شوی


ایران او پاکستان په وروستیو کې د ګډې پولو په دواړو خواو کې د حملو پر سر ناندریو ته مخه کړې ده. دواړه لوري یوبل ملامتوي چې په خپله خوا کې د وسله والو پرفعالیتونو سترګې پټوي.

د تهران او اسلام اباد ترمنځ کړکیچ نن تربل هروخت زیات شوی؛ دواړو ګاونډیو هیوادونو د ډیپلوماټیکو رسمي اعتراضونو لړۍ پیل کړې ده او د ګډې نهه سوه کیلومترۍ پولې په اوږدو کې د حملو مسوولیت پر یوبل اچوي.

د تیرې شنبې په ورځ ایران په تهران کې د پاکستان سفیر احضار کړ او له اسلام اباده یې وغوښتل چې د ایران جنوب لویدیځ د سیستان بلوچستان ولایت ته د تروریستانو او یاغي وسله والو د اوښتو مخه ونیسي.

دا ولایت د پاکستان له جنوب لویدیځ بلوچستان ایالت سره ګډه پوله لري.

په همدې ورځ پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د ایران سفیر ته وویل چې دوی د هغې حملې پر وړاندې کلک اعتراض څرګندوي چې په وینا یې ایراني سرحدي ځواکونو د پولې دې غاړې ته کړې وه او په عملیاتو کې د پاکستان یو امنیتي چارواکی وژل شوی و. په دې پیښه کې چې د تیرې جمعې په ورځ د بلوچستان په کیچ سیمه کې رامنځ ته شوې د دواړو هیوادونو چارواکو او رسنیو د لږترلږه دو ایراني سرحدي ساتونکو د وژل کیدو خبره هم کړې وه.

تر دې پیښې څو ورځې مخکې د ایران د سیستان بلوچستان په ساروان سیمه کې د پولیسو پریوې پوستې په برید او بم چاودنه کې لږترلږه پنځه سرحدي ساتونکي وژل شوي وو. له دغو پیښو یوه ورځ وروسته د ایران د پولیسو د درېیو لوړپوړو چارواکو په ګډون اوه تنه د سیستان بلوچستان مرکز زاهدان ته نژدې د هغې الوتکې د راغورځیدو په پیښه کې ووژل شول چې د ورستیو حملو د څیړلو په هدف سیمې ته تلل.

تهران وویل چې دا یوه تصادفي پیښه وه؛ خو سیستان بلوچستان له ۲۰۰۵ کال راهیسې د بم چاودنو او انتحاري حملو په ګډون د وسله والو حملو صحنه ده چې په سلګونو ملکیان پکې وژل شوي دي.

په کوټه کې آزاد خبریال شهزاده ذوالفقار ازادي راډیوته وویل، داسې ښکاري چې د پولې په اوږدو کې د تروریستي حملو او قاچاق د مخنیوي لپاره هغه میکانیزم چې یوکال مخکې دواړو هیوادونو پرې موافقه کړې وه؛ سمه نتیجه نه ده ورکړې.

دی وایي، د پاکستان دننه د ایران حمله یو خبرداری دی. تهران له دې اندیښنه لري چې په بلوچستان کې د نویو وسله والو ډلو حضور او د فعالیتونو دوام یې د دې هیواد ګټې له خطر سره مخامخ کوي او هغه خپل امنیت ته یو دوامداره ګواښ ګڼي.

ذوالفقار وایي، له کلونو راهیسې د تهران شیعه رژیم د سوني بلوڅو وسله والو په اړه چې د سیستان بلوچستان ایالت په یوشمېر سیمو کې یې د ترسره شویو حملو او بم چاودنو مسوولیت اخیستی؛ شکایت کړی دی.

ذوالفقار وایي، وروسته له هغې چې ایران په ۲۰۱۰ کال کې د بلوڅ بیلتونپالو مشر عبدالمالک ریګي اعدام کړ؛ پخوانۍ جندالله ډله په درېیو برخو ویشل شوې ده.

"اوس بلوڅ وسله وال د جندالله، جیش النصر او جیش العدل تر چتر لاندې فعالیت کوي. د جیش العدل او جندالله ځیني عناصرله سیمه ییزو ډلو سره یوځای شوي او د لشکر خراسان ډله یې جوړه کړې ده. دا ډله هڅه کوي چې له ایران سره د پولې په اوږدو کې؛ د بلوچستان پرسیمو سیاسي نفوذ ولري."

ذوالفقار وایي، لشکرخراسان د نورو ذکري اسلامي فرقې له پیروانو او هندوانو غوښتي چې اسلام ته واوړي کنه وبه ووژل شي.

په سیمه کې فرقه یي شخړې په منځني ختیځ کې د شیعه او سونیانو ترمنځ د قدرت پر سر راپور ته شوي پراخ کړکیچ سره تړاولري.
ذوالفقار

داسې ښکاري، دغې ډلې لکه سوني افراطي ډلو چې په سوریه او عراق کې ستونزې راپورته کړي، ایران هم له جدي ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یوه لوړپوړي قومندان عبدالله عراقي د تیرې شنبه په ورځ د ایران دولتي ټلویزیون ته وویل؛ تهران شواهد لري چې وسله وال د پاکستان له خاورې پرسیستان بلوچستان حملې کوي.

تردې څو ورځې وړاندې د ایران سترجنرال حسین سلامي آسلام اباد ته خبرداری ورکړی و چې ایراني سرحدي ځواکونه ممکن بلوچستان ته ننوځي چې ایران ته د تروریستانو د داخلیدو مخه ونیسي.

د ایراني چارواکو د دغو څرګندونو په وړاندې د پاکستان لوړ پوړو پوځي چارواکو هم سخت عکس العمل ښکاره کړ.

په کوټه کې د بلوچستان د سرحدي ملیشو د ځواکو ویاند خان واسع ایران؛ پولې ته نژدې په یوه حمله کې د دغې ملیشې د یوه غړي پروژنې تورن کړ. په همدې ورځ د پاکستان د سرحدي ځواکونو مشرجنرال عجاز شاهد خبرداری ورکړ چې ځواکونه به یې په راتلونکې کې له پولې دې غاړې د ایراني ځواکونو یرغل او عملیاتو ته ځواب ووایي.

په کوټه کې آزاد خبریال ذوالفقار وایي؛ د ده په باور په سیمه کې فرقه یي شخړې په منځني ختیځ کې د شیعه او سونیانو ترمنځ د قدرت پر سر راپور ته شوي پراخ کړکیچ سره تړاولري.

دی وایي، په بلوچستان کې سوني افراطي ډلې په تیره بیا د هغه لویې لارې په اوږدو کې چې کوټه د ایران له پولې سره نښلوي؛ سر راپورته کوي.

د ده په باور که تهران او اسلام اباد خپل ترمنځ سرحدي ستونزې ژرحل نه کړي؛ ناوړه عواقب به ولري او په راتلونکې کې به د هغو خلکو ژوند چې په یوه قوم پورې تړلي او د پولو دواړو غاړو ته اوسي؛ له خطرونو ډک وي.

XS
SM
MD
LG