د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

"نوی حکومت دې د افغان مېرمنو حقونو ساتل په خپلو لومړیتوبونو شامل کړي"


د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکې له نوی حکومته وغوښتل چې د افغان میرمنو حقوقونه دې په خپلو پروګرامونو کې ځای کړي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوانوفعالود شبکې غړو وویل؛ د افغانستان ښځو په تېرو څه باندې د یارلسو کلونو کې په ټولنیزو، سیاسي، فرهنګي اقتصادي او داسې نورو برخو کې د وخت له غوښتنو سره سم خپل ظرفیتونو لوړ کړي او نوي حکومت باید د دوی پوهه او توانايي له پامه ونه غورځوي او د پرمختګ په ټولو برخو کې ونډه ورکړي.

دوی ویل، د افغانستان ښځې جنګونو، سیاسي اختلافونو، ټولنیزو ناخوالو او تعصبونو ډیرې قرباني کړې او د نوي حکومت مشرتابه باید، د دوی د حقونو ساتل په خپلو لومړیتوبونو شامل کړي.

دوی د غونډې په پای کې نوی حکومت ته یولړ پیشنهادونه وړاندې کړل چې د یادې شبکې د یوې غړې مریم له خوا ولوستل شول.

د پیشنهادونه یوه برخه داسې وه:

"د ښځود ګډون په لاره کې د حکومت ثابت ګامونه او په تیره د هغو ښځو او ځوانانو په اړه چې په هیڅ ډول معاملو کې شامل نه وو. د ښځو مشارکت باید یوازې په مرکز کې نه بلکې د لیرې پرتو سیمو ښځې په کې وڼده ولري."

دوی داهم وویل، په تیرو د یارلسو کلونو کې حکومت او ځینو بهرنیو موسسو په مختلفو برخو کې د هیواد د ښځو د ظرفیتونو لوړولو ته هلې ځلې کړي؛ خو په ټولنه کې حاکم جنسیتي تعصوبونه د دې سبب شوي چې د فعالیتونه مخه يې ونیول شي.

دوی ویل، د ښاغلي حامد کرزي په حکومت کې د کابینې درې غړې او د ملي شورا څه کم دېرش فیصده ښځې وې؛ خو دوی ترډیره ځایه نه دي توانیدلي چې د اجراییوي صلاحیتونو د کموالي له امله؛ اړو ښځو ته لازم کار وکړي.

په غونډه کې د جمهورريیس اشرف غني احمدزي حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي په مجموع کې د افغان میرمنو ستونزې؛ قربانۍ او له دوی سره زورزیاتي تایید کړ؛ خو ويې ویل چې جمهور رییس احمدزي په خپل منشور کې د هېواد د ښځو د ستونزو حل، د دوی د ظرفیتونو لوړول او د دوی د حقونو ساتل له تاکید سره سره؛ ذکر کړي دي:

"د جمهوررييس څرګنده ژمنه ده چې ښځه باید د یومسوول فرد په توګه په ټولو مسایلو کې برخه ولري؛ جمهور ريیس د ښځو له سمبولیک ګډون سره مخالف دی؛ موږ باید ښځه داسې وروزو چې فکر او پوهې ته پام وشي؛ نه ښځې توب ته."

دا په داسې حال کې ده چې په دې هیواد کې د ښځو پروړاندې زورزیاتی اوس هم روان دی.

په ځینو سیمو کې یې ستونزې دې حد ته رسیږي چې حتی ځانونه وژني.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون هم وایي چې د ښځو پروړاندې یې د زورزیاتي او د دوی د حقونو د سلبولو په اړه په زرګونو قضیې ثبت کړي او مربوطو ارګانونو ته یې سپارلي دي.

دا چې نوی حکومت به د افغان میرمنو د ستونزو کمولو ته څه پلانونه عملي کړي؛ دا به هم ولیدل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG