ولسي جرګه وایي، د ولایتي شورا ګانو په انتخاباتو کې ځنډ د ځینو قوانینو د تصویب په وړاندې ستونزې پيدا کړي دي.
د دې جرګې غړو د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل، چې دا نتیجې باید ژر تر ژره اعلان شي، څو د مشرانو جرګې دوه ثلثه غړي، چې د ولایتي شورا غړي دي، قانوني شي.
اوس د مشرانو جرګې د دوه ثلثه غړو قانوني دوره پای ته رسیدلې او کله چې ولسي جرګه کوم قانون د تصویب لپاره مشرانو جرګې ته لیږي، تصویبیدل یې قانوني ستونزې لري.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون بیا وایي، د روانې اونۍ ترپایه به د ولایتي شورا ګانو د انتخاباتو نتیجه اعلان کړي.
تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو: